1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برلین:د افغان ښځو د وضعیت په اړه د عکاسۍ ګرځنده نندارتون

۱۴۰۱ آذر ۲۴, پنجشنبه

په برلین کي د نوي کولن ښاروالۍ ودانۍ ۱۷ ورځي د پنځو افغان ښځینه عکاسانو او هنرمندانو د عکسونو د ګرځنده نندارتون کوربه وه

https://p.dw.com/p/4Kxg4
Ausstellung I Frauen in Afghanistan
انځور: Wadud Salangi/DW

دغه اثرونه د نجیبې نوري، تهمینې علیزاده، فاطمې حسیني، تهمیني سلیم او رویا حیدري، له خوا عکاسي سوي دي، چي د ډسمبر میاشتي تر لسم تاریخ پوري د ښاروالۍ د یادي ودانۍ په لومړي پوړ کي نندارې ته وړاندي سوي ول. 

اړوند: دوبۍ: د ايکسپو په نړیوال نندارتون کې د افغانستان غرفه تړلې ده
نندارې ته وړاندي سوي ډېر عکسونه، د بشري حقونو او د طالبانو له واکمنۍ څخه ترمخه د افغان ښځو او نجونو آزادي څرګندوي، خو په دې تصویرونو کي داسي عکسونه هم ول چي افغان ښځي او نجوني د طالبانو د وضعه سويو بندیزونو پر وړاندي ږغ پورته کوي او د دې د افغان کوچنیانو وضعیت هم لېدل کېږي، چي په هیواد کي څنګه ژوند کوي. 

د المان په برلین ښار کي د افغان ښځینه عکاسانو لخوا ګرځنده نندارتون
د المان په برلین ښار کي د افغان ښځینه عکاسانو لخوا ګرځنده نندارتون انځور: Wadud Salangi/DW


تهمینه علي زاده یوه له دې عکاسانو څخه ده، دا یو څوکاله ترمخه آلمان ته راغلې ده.

اړوند:د مشهوره نقاش پیکاسو هنري آثار کومه تنوع لري؟
اوس يې یوشمیر اثار په دغه نندارتون کي نندارې ته ایښول سوي او وايي: «ما په ډېرو اعتراضونو کي ګډون کړی دی، د نظامیانو له بد چلند سره هم مخامخ سوې یم، ځکه ما به د هغو ښځو ږغونه ثبتول، چي د خپلو حقه حقونو د خونديتوب له پاره يې نارې وهلې، له ډېرو ښځو او نارینه وو سره  زما د سترګو په وړاندي تاوتریخوالی سوی دی، ما په دغو عکسونو کي د ژوند ښې خاطرې هم د تصویر په عېږ کي وړاندي کړي دي، په داسي حال کي چي هغو خوښيو اوس خپل رنګ بایللی او ځای يې وحشت، تېښتي او کډوالۍ نیولی دی.»

افغان ښځي زموږ لپاره څه خبري لري، دغه نندارتون په برلین ښارکي د ۱۷ ورځو لپاره جوړ سوی ؤ
انځور: Wadud Salangi/DW


دغه نندارتون د فرانسې د مدني ټولني «د ویري اچوني پر ضد او د سولي پر لوري حرکت» په نامه د آزادۍ له پاره د ښځو بنسټ د برلین ښاروالۍ په همکارۍ له ښځو سره د تاوتریخوالي پر وړاندي مبارزې د نړيوالي ورځي په ویاړ جوړ کړی و. 

اړوند: آلمان: د کتاب په نندارتونونو کې د ښي اړخو حضور
د نندارتون مسؤلان وايي له دغه نندارې څخه يې موخه د افغان ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ دی.  
ریبیکا شونیبخ په برلین کي، ښځي د آزادۍ له پاره بنسټ مسؤله ده، دا وايي: «دا لومړی ځل دی، چي په آلمان کي د عکسونو دغه ډول نندارتون جوړیږي، له دغه نندارتون څخه زموږ موخه داده، چي د طالبانو پر وړاندي د افغان ښځو او نجونو د مقاومت ملاتړ اعلان کړو، ځکه دغه پنځه هنرمنداني اړي سوي دي، چي له خپله هیواده وتښتي هغوی د دغو عکسونو په واسطه موږ ته وايي چي په هرځای کي له ښځو څخه نړيوال ملاتړ وکړو او چاته اجازه ورنه کړو چي ښځي او نجوني په ټولنیز لحاظ منزوي کړي.

په برلین کي د افغان ښځو لخوا د اخیستل سویو عکسونو نندارتون .
انځور: Wadud Salangi/DW


د دې له پاره چي په افغانستان کي ښځي او نجوني هیري نه سي او د افغانانو وضعیت ته د پاملرني اړوولو په موخه لیوال یوو چي د دغه نندارتون ملاتړ وکړو. » 
افغانستان په نړۍ کي یوازنی هیواد دی چي نجوني يې ښوونځیو ته نه پرېښول کېږي، له کومه وخته چي طالبانو پر و اک منګولي ښځي کړي دي زیات وګړي شکنجه او وژل سوي او له هغه وخت راهیسي چي طالبان واک ته رسېدلي دي ورسره سم په افغانستان کي خپلسري او د خلکو په ورځنیو چارو کي لاسوهنه زیاته سوې ده. 
د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتي له پنځلسمي نېټې راهیسي چي طالبانو قدرت ترلاسه کړی، نو  د بشري حقونو څخه سرغړوني ډېري شوي چي ورسره د ښځو او نجونو حقونه محدود سوي دي.

لیکوال: ودود سالنګي/ ژباړه: محمدابراهیم سپېڅلی