1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بدخشان کي يوه سړي ولي خپله پېغله خور ووژله؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۷, چهارشنبه

په بدخشان کي يوه سړي خپله پېغله خور له هغه وروسته ووژله چي له يوه ځوان سره د پخپله خوښه واده په موخه تښتېدلې وه.

https://p.dw.com/p/3bqKj
Afghanistan Frau läuft an einem Berg aus Müll vorbei
انځور: Getty Images/AFP/D. Faget

د بخدشان د پوليسو وياند ثناالله روحاني د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چي دغه ۲۰ کلنې پېغلې له خپل انډيوال سره پوليسو ته پناه وروړې وه.

پوليسو ويلي دي چي دغو دواړو ځوانانو غوښتل چي واده سره وکړي، خو داچي ځوان غريب وو نو د نجلۍ کورنۍ موافقه نه وه کړې.

روحاني ويلي دي چي د نجلۍ ورور د دوشنبې په ورځ خپله پېغله خور له پوليسو څخه بېولې وه او دوی ته ئې ډاډ ورکړی وو چي په خور به ئې څه نه کيږي. خو يوه شپه وروسته ئې د هغې سر پرې کړی وو.

د روحاني په خبره د نجلۍ د کورنۍ غړو دوی ته ويلي دي چي دغه پېلغه خپل ورور وژلې ده او هغه تښتېدلی دی او د نجلۍ انډيوال له پوليسو سره خوندي دی.

د بدخشان د ولايتي شورا رئيس عبدالله ناجي نظري د دې وژني په برخه کي د غفلت کولو ادعا کړې ده. هغه ويلي دي چي په سیمه کي د معلوماتو له مخي د خپلي خور قاتل له خپله کوره د تښتې پر مهال درې ساعته پر پښو په ياده ولسوالي کي د طالبانو تر کنترول لاندي سيمي ته ځان رسولی دی.

(N.Z/B.S(dpa