1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بامیان؛ دوه ځوانان د «نامشروع اړیکو» په تور په دُرې وهل شوي

۱۴۰۱ آبان ۲۷, جمعه

په بامیان کې د طالبانو محکمې يو ځوان او يوه نجلۍ د «نامشروع اړیکو» په تور په عام محضر کې په دُرې وهلي دي. خو د بشري حقونو فعالان د طالبانو دغه کړنه صحرایي محکمه او د شریعت او قوانینو خلاف بولي.

https://p.dw.com/p/4Jk8p
Afghanistan | Taliban Kämpfer in Kabul
انځور: Petros Giannakouris/AP/dpa/picture alliance

روانه اونۍ د طالبانو مشر ملا هيبت الله آخوندزاده د دغه ادارې له قاضیانو سره په یوه غونډه کې هغوی ته امر وکړ چې «شرعي حدود او قصاص» په محاکمو کې عملي کړي. له دغه امر وروسته د طالبانو لومړۍ صحرایي محکمه په بامیانو کې وه او دوه ځوانان په عام محضر کې په دُرې ووهل شول.

په بامیان کې یوه عیني شاهد دویچه ویله ته وویل چې په دغه ولایت محکمې يو هلک او يوه نجلۍ د «نامشروع اړیکو» په تور په عام محضر کې په دُرې ووهل: «د پنجشنبې په ورځ پر ۱۱ بجې په داسي حال کې چې د محکمې مسؤلینو او د طالبانو نورو چارواکو حضور درلود، د شهید مزاري په لوبغالي کې دغه ځوانانو هر یو یې ۲۹ دُرې ووهل شو.»

په بامیانو کې د طالبانو د امر بالمعروف رئیس مقبول احمد وقاص دویچه ویله ته وویل چې دغو ځوانانو شپږ میاشتې وړاندې په بند امير ملي پارک کې درې شپې تېرې کړې وې. هغه وایي چې هغوی نکاح نه وه کړي.

وقاص زیاته کړه: «د نامشروع اړیکو له امله د محکمې د حکم له مخې، دغه ځوانان هر یو ۲۹ دُرې ووهل شو او وروسته ازاد شول. دغه صحرایي محکمه نه ده، بلکې د شریعت او محکمې د پریکړې له مخې ووهل شول».

اړوند مطلب: د طالبانو د مشر د «حدود او قصاص» د حکم په اړه غبرګونونه

د وقاص په خبره، په تېرو شپږو میاشتو کې دغه دوه ځوانان د بامیان ولایت په زندان کې ول، تر هغې چې دوسیې یې تر کار لاندې وې او حکم پرې صادر شو.

طالبانو څو ځلې په مختلفو ولایتونو کې څو ځوانان په مختلفو تورونو محکمه کړې دي. په ځینو موضوعاتو یې هغوی تورن کړي، د خلکو په منځ کې یې ګرځولي او آن ځینې یې شکنجه کړې دي.

یوازې په غور ولایت کې د یوه کال په جريان کې طالبانو پنځه صحرایي محکمې ترسره کړې دي، چې د بشري حقونو فعالانو غبرګون یې راپورته کړ.

د طالبانو د غور ولایت د والي ویاند عبدالواحد حماس، یوه میاشت وړاندې د ټویټر پر پاڼه لیکلي ول چې د هغوی ابتدایه محکمې يو هلک او یوه نجلۍ په ۳۹ دُرې وهلو محکوم کړي او د خلکو په شتون کې یې دا حکم عملی کړی دی.

Afghanistan | Frauenrechte | Proteste in Afghanistan
انځور: Wakil Kohsar/AFP

ځایي سرچینو دویچه ویله ته تائید کړه، چې د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د طالبانو محکمې شپږ کسان په عام محضر کې په دورې ووهل.

په لومړيو کې ویل کیدل چې د دغه شپږو کسانو لاسونه قطع کيږي، خو د ځایي متنفذینو له مداخلې وروسته طالبانو دا پریکړه بدله کړه. دغه شپږ کسان د ۱۸ موټر سایکلونو په غلا تورن ول.

اړوند مطلب: طالبانو په هرات کې د یوه ځوان لاس او پښه پرې کړي

د بشري حقونو فعالانو غبرګون

خو د بشري حقونو فعالان د طالبانو دغه جزاګانې د ملي قوانینو او د بشري حقونو نړیوالو کنوانسیونونو خلاف بولي او دغه پریکړې «صحرايي محکمې» یادوي.

نعیم نظري چې د بشري حقونو کمېسیون غړي دی او په بهر کې فعالیت کوي، دویچه ویله ته وویل چې د طالبانو دغه ډول چلند د قانون حاکمیت او افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د نړیوالو تعهداتو سره په تقابل کې دی.

نظري وویل: «په دغه ډول چلند د عدالت خوندیتوب ګټور نشي تمامیدای. آن د شخصي او سیاسي غچ اخیستو له پاره يې زمینه برابره کړي او په افغانستان کې به د نورو جرمونو د تکرار لامل شي».

اړوند مطلب:م.م: افغانستان کې تر ۱۰۰ ډیر کسان بی له محاکمې وژل شوي

د نظري په خبره، د بشري حقونو کمېسیون په دې باور دی چې د عدالت خوندیتوب د قانون حاکمیت تر چتر لاندې ترسره شي، د قانون حاکمیت د بشري حقونو جوهر څخه برخمن دی.

طالبانو په افغانستان کې په خپله لومړۍ واکمنۍ کې هم «شرعي حدود او قصاص» عملي کول. په هغه وخت کې څو ځلې ښځې په عام محضر کې سنګسار شوې او په مرمیو وویشتل شوې. دغه راز په غلا د تورنو ځینو کسانو لاسونه هم قطع شوي.

آیا طالبان د عمومي عفوې فرمان عملي کوي؟