1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کې د بهرنیو پانګوالو نیمایي برخه یې افغانان دي

۱۴۰۱ آذر ۲۸, دوشنبه

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي، په ایران کې د بهرنۍ پانګونې پر وړاندې خنډونو او ستوونزو ته په اشارې ويلي چې سږ کال په دغه هېواد کې له بهرنۍ پانګونې نیمایي یې افغانانو کړې ده.

https://p.dw.com/p/4L9lp
Bildergalerie Iran Bankensystem vor dem Kollaps
انځور: MEHR

د افغانستان په چارو کې د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د دغه هېواد مشهد ته د سفر پرمهال، په ایران کې د افغانانو پنځوس سلنه پانګونې ته په اشارې د دغه هېواد له سوداګرو څخه په لوړه کچه د پانګونې غوښتونکی شو.

نوموړي د ايران د ایرنا خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: «په تېرو کلونو کې متحده عربي اماراتو په سوداګریزه برخه کې فعال ۷۰۰ افغانان له دغه هېواد څخه ایستلې وو، چې د دغو کسانو سرمایه ۳۰ میلیارد ډالر اټکل شوې، خو متاسفانه موږ د دغه پانګوالو په جذبولو کې ناکام وو.»

اړوند مطلب: ترکیې ته د افغان سوداګرو تیښته او هلته پانګونه

په خراسان ولایت کې د افغانستان د اقتصادي ټولنې مسؤلین وایي چې په دغه ولایت کې د افغان سوداګرو او شرکتونو پانګونه یو میلیارد ډالرو ته رسیږي.  ایرنا هم رپوټ ورکړی چې اوسمهال په مشهد کې د افغانانو اړوند ۶۰۰ شرکتونه رسمي سوداګریز جوازونه او فعالیت لري.

کاظمي قمي ویلي چې اوسمهال په ایران کې پنځه میلیونه افغانان اوسیږي او هغوی ته په فرصت ورکولو یې ټينګار کړی دی.

هغه په ایران کې د افغان اتباعو د اکاونټونو د بندولو په څير اقدامات د بهرنۍ پانګونې د جلبولو په برخه کې « لوی ګوزار» وباله او ویې ویل:« موږ په ځانګړي توګه د بهرنۍ پانګونې د جلبولو په برخه کې له ستونزو سره مخ يو.»

په ایران کې د بهرنۍ پانګونې کمښت

کلونه کیږي چې ایران د بهرنۍ پانګونې د جلبولو په برخه کې له ستوونزو سره مخامخ دی. د دغه هېواد د اسلامي شورا د څیړنو مرکز د دسمبر پر ۱۱مه نیټه راپور ورکړ، چې د "خالص ثابت سرمایه جوړونې" شمېر په ۱۴۰۱ کال کې  منفي ۵۹،۶۳۴ ته رسېدلی دی.

اړوند مطلب: د افغانستان بانکي سیستم په اړه د بشري حقونو د څار اندېښنه

کتونکي په دې باور دي، چې په دغه شمېر «د پانګې وتل د خصوصي سیکتور نه وړتیا یا لېوالتیا، د بهرنۍ پانګولو جلبولو کې او د دولتي پانګونې په جذبولو کې پاتې راتلل » په ګوته کوي.

د فراز اینټرنیټي ورځپاڼې د څیړنیز مرکز دا رپوټ خپور کړی او خبرداری یې ورکړی « که موږ د بهرنۍ پانګونې د خنډونو په اړه فکر ونه کړو، نو د پانګې وتلو او سخت منفي اقتصادي ودې سره به مخامخ شو.»

Iran Teheran Geldwechsler, US-Dollar
انځور: dpa/picture alliance

د ثابتې پانګونې تشکیل د خصوصي سيکتور او عامه سيکتور لخوا د پانګونې مجموعه ده او څومره چې دا  کمزوري کیږي، د ثابتې پانګونې شمیر هم ورسره کمیږي.

په ایران کې د بهرنۍ پانګونې کمښت نه یوازې دا چې سیاسي لاملونه بلل کیږي، بلکې یو شمېر نور عوامل هم لکه، په دغه هېواد کې اقتصادي بې ثباتي، د دوه ګوني تابعیت ستونزې او په ایران کې د بهرنیو اتباعو ناامني، بندیزونه او انفلاسیون په ګوته کیږي.

اړوند مطلب: په ۲۰۲۲م کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ څومره سوداګري شوې؟

د ایران د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال مشر مسعود خوانساري څه موده وړاندې له هېواده د داخلي پانګولو وتلو ته په اشارې، په اوسنیو حالاتو کې ایران ته د بهرنیو پانګوالو هڅول نا ممکن بللي وو.

خونساري یې حل لاره « د اقتصادي ثبات رامنځته کول، د کار او کسب پر وړاندې د خنډونو لیرې کول، د بانکي قوانینو بدلون، د واحد نرخ او د اسعارو ثابت رامنځته کول، د بندیزونو لرې کول او د نړۍ سره د اړیکو ښه کول او د اټومي انرژۍ په اړو په خبرو اترو کې پایلې ته رسېدلو» کې ویني.

په دې وروستیو کې د ایران مهم سوداګریز شریک چین  هم سعودي عربستان ته مخه کړې او له دغه هېواد سره یې د ګڼو سوداګریزو تړونونو په لاسلیکولو سره  په عملي توګه دا پیغام استولی، چې نور باید په ایران کې د دغه هېواد د پانګونې د زیاتوالي هیله ونه شي.

ف. ظ \ ب. س\ dw