1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کې اورلګېدنه کې نژدې ۳۰ کسان مړه شوي

۱۴۰۲ آبان ۱۲, جمعه

د ایران په شمال کې د جمعې په ورځ د مخدره موادو د معتادینو د درملنې په يو مرکز کې ستره اورلګېدنه رامنځ ته شوې چې لږ تر لږه ۲۷ کسان په کې مړه شوي دي. یوه لوړپوړي سیميز چارواکي وويل چې یو شمېر کسان ټپيان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/4YLtG
Iran | Brand in Entzugsanstalt
انځور: mizanonline.ir

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس د اورلګېدنې دغه پېښه د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر درېيمه) د پلازمينې تهران شمال ته پروت، د ګیلان ایالت په لنګرود ښار کې شوې ده.

دایران د قضايي قوې پورې اړوندې ويب پاڼه، میزان وايي: «په لنګرود کې د مخدره موادو د معتادینو د درملنې په يو مرکز کې د اورلګېدنې له کبله ۲۷ کسان مړه او ۱۲ نور روغتون ته رسول شوي دي.»

میزان دغه خبر د ګيلان ایالت د مشر قاضي اسماعيل صادقي له قوله ورکړی دی.

 په رپوټ کې د اورلګېدنې د رامنځ ته کېدو دليل او د ټپیانو د روغتيایي وضعیت په هکله وضاحت نه دی ورکړل شوی.

تېرکال د ایران په اوين زندان کې اورلګېدنې شوې وه چې د هغه مهال رپوټونو مطابق ۴ بندیان په کې مړه او ۶۱ نور ټپیان شوي ول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل