1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کي «ناموسي قتلونو» بحثونه رامنځ ته کړي دي

۱۳۹۹ خرداد ۱۴, چهارشنبه

په ايران کي د خپل پلار له خوا د يوې انجلۍ تر وژل کېدنې وروسته د جنسيتي مساواتو غوښتنه مطرح کيږي. خو مذهبي ډلې د دغو غوښتنو سره مخالفت ته ادامه ورکوي.

https://p.dw.com/p/3dCTb
Iran | Romina Ashraifs Grab
انځور: irna.ir

د روان ۲۰۲۰ م کال په می مياشت کي ايران د يوې بلې وېروونکي پيښي شاهد ؤ. دا هغه وخت کله چي د رضا اشرفي په نوم يو ۳۷ کلن پلار د خپلې لور سر د ناموس په نوم قتل کي غوڅ کړ. په داسي حال کي چي ورته پيښي زيات وختونه د کورنيو له خوا پټي ساتل کيږي، دغه پېښه په سنتي او په همدې شان خواله رسنيو کي خپره سوې او ورباندي تاوده بحثونه روان دي.

څوارلس کلنه رومينا د يو ۲۹ کلن سړي سره په پټه له کوره تښتېدلې وه. دغه سړي وروسته ادعا وکړه چي ګواکي له ۵ کالو راهيسي پر دغه ماشومې عاشق ؤ. د رومينا کورنۍ د دغه سړي مرکو ته منفي جواب ورکړی ؤ او اجازه يې نه وه ورکړې چي رومينا د دغه سړي سره واده وکړي. که څه چي په ايران کي د قانون له مخي که د پلار اجازه وي، حتی ۱۳ کلنه انجلۍ هم په نکاح کيدلای سي.

د رومينا له لادرکه کېدو څخه پنځه ورځي وروسته پوليس په دې وتوانېدل چي رومينا او ورسره مل سړی پيدا کړي. پوليسو رومينا د هغه پلار ته وسپارله. د رسنيو د راپورونو پر اساس د رومينا مور اورېدلي چي سړي يې له لور رومينا څخه غوښتنه کوله چي خپل ځان په خپله ووژني. خو دغې مېرمنې د خپلي لور د ساتنې له پاره کوم اقدام نه دی کړی. د رومينا د قتل وروسته د هغې د کورنيو غړو حتی د هغې د «معزز پلار» په نوم د جنازې او فاتحې مراسم هم تنظيم کړل.

د پرمختګ باوجوده ښځي تر فشار لاندي دي


ايراني الاصله د مېرمنو د حقونو له پاره ليکنې کوونکې آثيه اميني د آلمان ږغ ته په يوه مرکه کي وويل چي په ايران کي يو شمېر پخوانۍ ستونزي لا پر ځای پاتي دي. هغې وويل چي بېله استثنی که په ايران کي مېرمنو هر څومره تعليم يا په ټولنيز ژوند کي پرمختګ کړی وي خو «تريخ حقيقت خو دا دی چي پدرسالاري د ايران په ټولنه کي لا تر اوسه ژوري ريښې لري.»


آغلې اميني پخپله هغه وخت له ايران څخه و تېښتي ته مجبوره سوه، کله چي په ۲۰۰۹ په ايران کي ناقرارۍ رامنځ ته سوې. نوموړې له هغه وخت راهيسي په اروپايي هيواد ناروې کي ژوند کوي. دغه ليکواله وايي: «د ايران په برحال سياسي نظام کي نارينه نه يوازي د دودونو ملاتړ تر شا لري بلکه قانون هم د دوی پر خوا دی.»

Iran | Ehrenmord | Romina Ashrafi
د ۱۴ کلنې قربانۍ رومينا د مړيني خبرپاڼهانځور: isna.ir


د سيمي د نورو هيوادونو په پرتله داسي معلوميږي لکه په ايران کي چي مېرمنو د مساواتو په ترڅ کي زيات پرمختګ کړی وي. د بېلګي په توګه په سعودي عربستان کي مېرمنو په دغه تازه وختونو کي د موټر چلولو اجازه او په ۲۰۱۵ کال د رايه اچولو اجازه ترلاسه کړه.

په ايران کي مېرمني د ۱۹۴۰ کال راهيسي د موټر چلولو اجازه لري او له ۱۹۶۳ کال راهيسي په ټاکنو کي د ځان کانديدولو يا رايه ورکولو اجازه لري. د دې تر څنګ په ايران کي د ټولو عالي تحصيلاتو کوونکو نيمه برخه مېرمني تشکيلوي. د هغو مېرمنو په خلعه او طلاق کي هم په تيرو کالونو کي زياتوالی راغلی چي له خپل ګډ ژوند څخه ناخوښه وي.

د نارينه او ښځي تر منځ مساوات لا نسته

خو د سعودي عربستان او د ايران د مېرمنو تر منځ يو مشترک ټکی سته: هغه دا چي هغوی د نارينه ؤ سره مساوي حقونه نه لري او نه په دې تړاو کوم کانسېپټ په برحالو شرعي نظامونو کي موجود دی. په دې ترڅ کي د مېرمنو له پاره مهمي پرېکړي او فيصلې مخ په وړاندي هم د هغوی د پلرونو يا مړونو په لاس کي وي، حتی تر مرګ وروسته لا هم. د بېلګي په توګه که يوه مېرمنه د کوم جرمي عمل قرباني سي او ووژل سي، نو پلار يا مېړه يې کولای سي چي فيصله وکړي چي ايا محکمه قاتل ته اورول سوې د اعدام سزا عملي کړي او که دغه قاتل وبخښل سي.

د رومينا قضيه ياده ستونزه په ښکاره توګه رابرسېره کوي چي د هغې قاتل او د قتل د بخښلو حق لرونکی همدا يو کس يعني د هغې پلار دی. د بعضو ايراني رسنيو د راپورونو له مخي، له دې مخکي چي د رومينا پلار هغه ووژنې، هغه له يو وکيل څخه پوښتلي ول چي که خپله لور ووژني نو به د څه ډول سزا سره مخامخ سي. د دغو راپورونو له مخي وکيل ورته ويلي ول چي په داسي يو صورت کي ښايي هغه د ۳ او ۱۰ کالو تر منځ د قيد د سزا سره مخامخ سي.

اشرفي يوازنی کس نه دی چي د ايران په قانون کي موجودو خلاوو څخه په استفادې سره ځان ژغوري. د ايراني پوليسو د اکاډمۍ د يوې څېړني د پايلو له مخي چي په زياته دوديزه تمايل لرونکو لوېديځ او سويلي ايراني ولايتونو کي د ټولو تر سره کېدونکو قتلونو ۴۵ فيصده د ناموس او غيرت په نوم تر سره سوي قتلونه وي.

«ناموس د يوې مېرمني تر ټولو مهمه شتمني ده»


ايرانۍ ژورنالسته مهروخ غلام حسيني پور وايي چي «په سُنتي ټولنو کي ناموس ته د يوې مېرمنې د تر ټولو مهمې شتمنۍ په توګه کتل کيږي.» هغه زياتوي: «که د کوم سړي د لور يا مېرمني ناموس زيان ليدلی وي، نو دغه سړی په ټولنه کي د پيغور او تحقير سره مخامخ کيږي.»

Iran l Trennung - Scheidung, Symbolbild l Frauenrecht
ميرمنې په ايران کي له لسيزو راهيسي د ماموريت حق لري، خو بيا هم د تبعيض سره مخ ديانځور: Imago/ZUMA Press


غلام حسيني پور يو کال په ايران کي د ناموسي قتلونو پر موضوع څېړنه کړې ده. هغه د يوې علا په نوم يوې انجلۍ کيسه يادوي چي د ايران په سويل کي د خوزستان په ولايت کي اوسېدله چي د مور په وينا يې هغه وخت د بلې قبيلې د نارينه ؤ له خوا ورباندي جنسي تېری وسو، کله چي هغې پسونه پووله. کله چي دغه انجلۍ نيمه مړژوانده کلي ته راوړله سوه، ډېر ژر پرېکړه وسوه چي هغه بايد له منځه يووړله سي.

په زياتو مواردو کي د پلار يا نيکه له لوري د «بې ناموسه سوي انجلۍ » ځوان ورور يا د هغې د تره زوی ته امر کيږي چي هغه قتل کړي. د هغه وروسته چي قاتل قتل وکړي نو بيا هغه کس چي د انجلۍ ولي وي، و قاتل ته عفوه وکړي.

د امريکا په متحده ايالاتو کي مېشته ليکواله غلام حسيني پور وايي چي اکثره وخت د انجونو د قتل وروسته د هغوی ولي يا مشر شکايت نه کوي او دواړو اړخونه يو جوړجاړي ته سره رسيږي. دغه ليکواله زياتوي چي که د رومينا د تېښتي قضيه په کوم لوی ښار کي رامنځ ته سوې وای نو په لوی احتمال به د جوړ جاړي له لاري دغه قضيه بېله د هغې د قتل پای ته رسېدلې وای.

د اصلاحاتو په وړاندي د محافظه پالو مخالفت


د رومينا قتل د ايران ټولنې ته سخت تکان ورکړی دی، نه يوازي پر انټرنټ او خواله رسنيو کي. نژدې د ايران ټولو اخبارونو د دغې قضيې په تړاو راپورونه خپاره کړل. ولسمشر حسن روحاني بالآخره پر خپلې کابينې ږغ وکړ چي د «ناموسي قتلونو» په تړاو په قانون کي د سختو سزاؤ د رامنځ ته کولو وړانديز وکړي.

خو ولسمشر په دې هم ښه پوهيږي چي په قانون کي د تعديل دغه مسوده چي مېرمني د خپلې کورنۍ له ظلم څخه ژغوري، د ايران د محافظه پال عدلي نظام له خوا به رده کړل سي. سخت دريځه دا استدلال کوي چي دا ډول تعديل د غربي قوانينو سره ورته والی لري او د اسلامي اصولو سره په ټکر کي واقع دی.

د محافظه پالو په آند د ناموسي قتلونو د مخنيوي تر ټوله ښه لاره دا ده چي ژر تر ژره او په کم عمر د انجونو ودونه وسي.

ش.ف.ه./ا.ا./