1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کي دوو تنو د کرونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ

۱۳۹۸ اسفند ۱, پنجشنبه

د ایران د قُم ښار د طب پوهنتون رییس د هغو دوو کسانو له مړینی خبر ورکړی چې په کرونا ویرس باندی اخته ول. له چین څخه د ماهیانو واردیدل او ایران ته د ترانزیتي مسافرانو له لارې په دغه ویروس د اخته کیدو آوازې پراخې کړي.

https://p.dw.com/p/3Y2UM
Coronavirus - Virus Sars-CoV-2  COVID-19
انځور: Imago Images/Zuma/Cdc

یوازې یوه ورځ پس له هغه چې د ایران د روغتیا وزیر په ډاډ سره وویل چې په ټول ایران کې د کرونا هیڅ ډول پيښه نه ده لیدل سوې، سمدستي د قُم په ښار کي په کرونا باندی د دوو تنو د اخته کیدو پیښه تأیید سوه. او څو دقیقې مخکې د دغه ښار د طب پوهنتون رییس خبر ورکړ چې دغو دواړو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. دغه خبر د روغتیا وزارت د ویاند له خوا هم تأیید سوی.

د قُم په ښار کې په کرونا باندې د دوو تنو اخته کسانو تر مړینی وروسته اوس په دغه ښار کې ځانگړي تدابیر تر لاس لاندی نیول سوي. لکه څنگه چې دولتي خبري آژانس ایرنا خبر ورکړی، ټول مکتبونه او د لوړو زده کړو تاسیسات په مؤقتي ډول تړل سوي دي. د روغتیا وزارت، د کارپوهانو یو ټیم نوموړي مذهبي ښار ته چې د تهران په ۱۴۰ کیلومترۍ کې پروت دی، استولی دی.

ویل سوي چې د مړه سوو کسانو د کورنۍ ټول غړي باید معاینه سي او ددغه ښار د تقریباً یو اشاریه دوه میلیونو اوسیدونکو څخه غوښتنه سوې چې له غیرضروري فزیکي تماس څخه ډډه وکړي.

ویل کیږي چې مړه سوي کسان د ډیر عمر درلودونکي ول چې د روانې اونۍ په پیل کې د تنفسي ستونزو له امله روغتون ته انتقال سوي ول.

د ځایی چارواکو په خبره قربانیان په دې وروستیو وختو کې یو وار لا ، له خپل ټاټوبي قُم  څخه بهر نه وه تللي او له چینایی توریستانو سره یی هم هیڅ ډول تماس نه درلود. ویل کیږي چې دواړو مخکینۍ روغتیایي ستونزې درلودې او د ایران او عراق په جگړه کې د کیمیایی وسلو قربانیان سوي ول.

د کرونا ناروغي په آسیا کی د اسعارو په بازار کې هم بې اطمیناني رامنځته کړې. که څه هم په چین کې په دغه ویروس باندی د نوو اخته کیدونکو کسانو شمیر راکم سوی خو په عین وخت کې بیا په جنوبي کوریا کې د څو تنو د اخته کیدو خبر ورکول سوی. په جاپان کې هم دوو تنو په کرونا باندې تر اخته کیدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی.

سربیره پر دې د کارپوهانو په حواله دغه ویروس د انفلوانزا د ویروس په ډول ډیر ژر د خپریدو په حال کې دی او په دې ډول د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کال د سارس تر ساري ناروغۍ لا چټک پر مخ ځي.