1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

په ایران کي د ریگو طوفان په سونو کسان ټپیان کړي دي

۱۴۰۳ تیر ۱۲, سه‌شنبه

د ایران جنوب ختیځ سیمي له کلونو راهیسي وچکالۍ ځپلي دي. اوس د یوه ریگي طوفان په نتیجه کي په سونو کسان روغتونونو ته انتقال سوي دي.

https://p.dw.com/p/4hmZy
Iran | Sandsturm
انځور: Mohammad Ali Berno/IRNA

د ایران په جنوب ختیځ کي د«دوړو او خاورو»ډک سخت طوفان وروسته، څه د پاسه ۶۰۰ کسان روغتونونو ته انتقال سوي دي. د ایراندولتي راډیو رپوټ ورکړی دی چي له دې ډلي ۲۰ کسان یې په سیستان بلوچستان ایالت کي د تنفسي ستونزو له امله بستري سوي دي او په سونو نور بیا له روغتونو څخه دباندي په آمبولانس ډول تر درملني لاندي راغلي دي.

ایران د هغو هیوادونو له جملې څخه دی چي د اقلیمي بدلون عواقبو څخه سخت اغېزمن کړی دی. دغه هیواد په تیرو لسو کلونو کي بیلابیلي وچکالۍ تجربه کړي دي او تل له سختو سیلابونو سره مخامخ سوی دی.

د ایرانډېره برخه له صحراوو څخه جوړه سوې ده. کارپوهان له کلونو راهیسي په دغه سیمه کي چي په شدت سره د اقلیمي بدلون له عواقبو څخه اغیزمنه ده، له مخ پر زیاتیدونکي وچکالیو څخه خبرداری ورکوي.

GP/NZ/AG