ايران کرونا؛ د مبتلایانو شمیر۵۸۲۳ او د مړو ۱۴۵ ته ورسید
۱۳۹۸ اسفند ۱۷, شنبهد ايران د عامې روغتيا وزارت وياند، کيانوش جهانپور، د شنبې ورځې په غرمه (د مارچ ۷مه) وويل چې په ايران کې ټولټال ۵۸۲۳ کسان پر کرونا ويروس مبتلا شوي دي. په دې ترتيب، د مبتلا شوو کسانو په شمير کې د تيرې ورځې په پرتله ۱۰۷۶ زياتوالی راغلی دی.
د رسمي آمارو له مخې، په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ کسان د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي چې دې سره په ايران کې د دغې ناروغۍ د ټولو قربانيانو شمير ۱۴۵ ته رسيدلی دی.
د ايران د عامې روغتيا وزارت د وياند په وينا، پر کرونا ويروس د اخته شوو کسانو له ډلې څخه، ۱۶۶۹ تنه يې بيرته روغ شوي دي.
دغه ارقام د وخت په تيريدو سره د تغيير په حال کې دي.
په ټولنيزو رسنيو کې د خپرو شوو رپوټونو له مخې، د کرونا ويروس د ايران اکثرو ولایتونو ته رسيدلی دی. په ګيلان، تهران، قم، اصفهان او مرکزي ولایتونو کې وضعيت تر ټولو ډير خطرناک ښودل شوی دی. ايراني چارواکو تر اوسه ۱۵ ولايتونو ته د غيرځايي اوسیدونکو پر تک راتک بنديز لګولی دی، خو حیرانوونکې خبره دا ده چې په دغو ۱۵ ولایتونو کې د قم نوم نه دی راغلی.
تر چين وروسته، ايران هغه هېواد دی چې د کرونا ويروس ډيرې پیښې په کې ثبت شوي دي.
تيره اوونۍ په سعودي عربستان کې د کرونا ويروس لومړنۍ مثبته پيښه ثبت شوه. د عربستان روغتيايي چارواکو ويلي وو چې دغه کس له ايران څخه ورغلی وو.
ايران له افغانستان سره ګډه پوله لري او دغې مسئلې افغانانو ته هم انديښنې راولاړې کړي دي. د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د شنبې په ورځ وويل چې په هرات ولایت کې د کرونا ويروس تازه درې نورې مثبې پيښې ثبت شوي دي او دې سره د مبتلايانو شمير څلورو ته ورسيد. هرات له ايران سره ګډه پوله لري.