په اوکراین کې د اوربند د ماتیدو ویره
۱۳۹۳ بهمن ۲۶, یکشنبهد اوکراین ولسمشر پیترو پروشینکو، په یوې ژوندۍ تلویزیوني وینا کې خپلو ټولو ځواکونو ته د اوربند امر وکړ. هغه د اوکراین په سیمه ییز وخت د شپې په لسو بجو وویل: «زه هیله لرم چې د سیاسی حل لارې د موندلو له پاره د اوږه بهیر د پیل دغه وروستی چانس به له لاسه ولاړ نه شي.»
د اوکراین د پوځ ویاند ولادیسلوف سیلیزینوف، وویل چې اوکرایني ځواکونو سمدستي د ولسمشر امر ومانه. په ختیځ اوکراین کې ډزې سمدستې د شپې له خوا ودریدې خو لږ وروسته دواړو اړخونو یو پر بل باندې د نویو بریدونو د په لاره اچولو تورونه ولگول.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې له ختیځ اوکراین څخه اخیستل شوي انځورونه «داسې د اعتبار وړ شواهد» وړاندې کوي چې روسانو د دیبلیستوف ستراتیژیک ښار ته نزدې درنې وسلې ځای پر ځای کړي دي چې پر اوکرایني ځواکونو باندې بریدونه ترسره کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جین پساکي، د شنبې په ورځ په یوه بیانیه کې وویل: «موږ پر دې ډاډه یو چې دا د روسي پوځ وسلې دي، نه د بیلتون غوښتونکو.»
د اوکراین د امنیتي ځواکونو مشر ولنتین نالیواشینکو، ویلي دي چې د اوربند تر نافذیدو یوازې ۵۰ دقیقې وروسته، د روسانو تر کنترول لاندې سیمې څخه پر اوکرایني ځواکونو باندې بریدونه شوي دي.
له بلې خوا اوکرایني بیلتون غوښتونکو ادعا کړې ده چې اوکرایني پوځ د شپې تر نیمایي وروسته د دیبلیستوف په سیمه کې درنې وسلې ځای پر ځای کړې دي. دغه سیمه ستراتیژیک ارزښت لري چې د بیلتون غوښتونکو تر کنترول لاندې دوه سیمې د اوگاډې له لارې یو له بل سره وصلوي.
د بیلتون غوښتونکو رسنیو د خپلو چارواکو په حواله ویلي دي: «د دې له پاره چې د ملکي تلفاتو مخنیوي وشي، دقیق هدف ویشتونکې وسلې د دښمن د اهداف د په نښه کولو په موخه ځای پر ځای کیږي.»
نړیوال فشارونه
د امریک متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د شنبې په ورځ له خپل روسي سیال سرگي لاوروف، سره د تلیفون له لارې خبرې وکړي. هغه په دې اړه اندیښنه څرگنده کړه چې روسان او بیلتون غوښتونکي هڅه کوي چې د اوربند تر نافذیدو مخکې د دیبلیستوف سیمه تر خپل کنترول لاندې راولي.
له بلې خوا د بخښنې نړیوال سازمان ویلی دي چې په سیمه کې د بند پاتې شویو ملکي وگړو په اړه اندیښنه لري. د آلمان او فرانسې په منځگړیتوب د رامنځ ته شوي نوي اوربند لومړني هدف د ملکي تلفاتو مخنیوي ده. پر دې سربیره د جگړې له لومړۍ کرښې څخه د درنو وسلو ایستل، او د یوې حایلې سیمې رامنځ ته کول د دغه اروبند په دوه اوونیزو اهدافو کې دي. د اوربند په موافقې کې له سیمې څخه د ځواکونو د ایستلو په اړه څه نه دي راغلي.
پر دې سربیره د اوکراین حکومت مسوولیت لري چې د بیلتون غوښتونکو تر کنترول لاندې وگړو ته د تقاعد پیسې او نور دولتي امتیازات هم ورکړي.