1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوسلو: طالبانو د دوو فعالو مېرمنو لادرکه کیدل رد کړل

۱۴۰۰ بهمن ۴, دوشنبه

د اوسلو په خبرو کې نن دوشبنه په وروستیو کې د ښځو د حقونو د دوو فعالو افغان مېرمنو د برخلیک خبره مطرح شوه. داسې ادعاوې شوي چې په وروستیو کې طالبانو دوې افغاني فعالې نیولي دي، خو دوی نن دغه خبره رد کړه.

https://p.dw.com/p/46183
Norwegen | Afghanistan-Gespräche mit den Taliban in Oslo
انځور: Stian Lysberg Solum/NTB/REUTERS

د آلمان خبري آژانس په حواله، په اوسلو کې د طالبانو یوه استازي د نارويږۍ رسنۍ،NRK د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې طالبانو ښځې نه دي نيولي او اسیري کړې يې نه دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموريت د شنبې په ورځ پر ټويټر باندې د افغان فعالو ښځو د لادرکه کیدو په اړه اندېښنه ښودلې وه. داسې رپوټونه ورکړل شوي چې دغه ښځې د تیرې اوونۍ په منځ کې د دوی له کورنو څخه وړل شوي دي.

د تیرکال په اګست کې د طالبانو د واکمنیدو راهیسې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه اندېښنې يو ځل بیا ډیرې شوي دي. د اوسلو خبرې چې سبا سه شبنه به هم ادامه ولري، په اجندا کې يې په افغانستان کې د ښځو د حقونو مسئلې ته د بحث مهمه موضوع په څير ځای ورکړل شوی دی.

طالبان د اوسلو په غونډه کې د لويديځو هیوادنو له استازو سره د لیدنې تر څنګ، له افغانانو سره هم ګوري چې په هغو کې افغان ښځې، ژورنالیستان او د بشر حقونو فعالان هم شامل دي.

د طالبانو تر واکمنیدو وروسته دا لومړی ځل دی چې طالبان په اروپا کې غونډه کوي.

خو دغه غونډه د نړیوالو نیوکو سره مل ده، همدارنګه افغانانو هم په اوسلو کې اعتراضونه وکړل.

ناروې په تير وخت کې په پرله پسې توګه د بهرنيو کړکیچونه په برخه کې د منځګړي په توګه رول لوبولی دی، چې تر ټولو وروستۍ مورد يې د ونيزویلا کړکېچ دی.

د آلمان خبري آژانس زیاتوي چې ناروې چې د اروپايي اتحادېې غړی نه دی، له کلونو راهیسې يې له طالبانو سره خبرې اترې درولودلي دي.

د ناروې استازی په وروستيو کې کابل ته تللی وو او هلته يې له طالب چارواکو سر پر بشري مبارزاتو خبرې کړې وې