1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په اندونیزیا کې بیا ځانمرګي برید شوی

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۴, دوشنبه

په اندونیزیا کې پر درو کلیساوو باندي تر ځانمرګو بریدونه یوه ورځ وروسته د پولیسو پر مرکز ځانمرګی بريد شوی دی. ویل کیږي چې بیا یوې کورنۍ ځانمرګی برید کړی دی. د بريد د کورنۍ یوه اته کلنۍ نجلۍ روغه پاته شوې ده.

https://p.dw.com/p/2xg1W
Anschlag auf Polizeihauptquartier in Indonesien
انځور: picture-alliance/dpa/AP/A. Ibrahim

د پولیسو په وینا په اندونیزیا کې بیا یوې کورنۍ ځانمرګي بريد کړی دی. زیاته شوې ده چې په ټوله کې د کورنۍ پنځو غړو چې پر دوو موټرو سایکلونو سپاره ول د اندونیزیا په دوهم ستر ښار سورابایا کې خپل موټر سایکلونه د پولیسو د مقر پر لور ورځغلولي او د ودانۍ د لومړۍ پوستې مخې ته یې خپلو چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړی دی.

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې په چاودنه کې څلور پولیس او شپږ ملکیان ټپیان شوي دي. د امنیتي ځواکونو په وینا یوه اته کلنه نجلۍ د خپلې کورنۍ له بریده روغه پاتې شوي او په روغتون کې ده.

د جاوا ولایت د پولیسو ویاند فرانس بارونګ مانګیرا، ویلي دي چې د برید کوونکو هویت په هکله تحقیقات روان دي. د هغه په خبره داسي شک کيږي چې عاملین دي تندلاري وي. د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو دغه برید یو «بزدله عمل» یاد کړی دی. هغه ویلي دي چې د ترهګرۍ پر وړاندي مبارزه کې به هیڅ ډول سازش ته غاړه نه کښیږدي. د برید مسئولیت لا چا پر غاړه نه دی اخیستی.

تر دې دمخه د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د می ۱۳مه) یوې شپږ کسیزي کورنۍ په سورابایا، کې پر درو کلیساوو ځانمرګي بریدونه وکړل. د پولیسو د تازه معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي. د پولیسو په وینا دغه کورنۍ له سوریې څخه بیرته راګرځیدلې وه. د دغي کورنۍ د څلورو ماشومانو سنونه د نهو او ۱۸ کلونو تر منځ ول.

د اندونیزیا چارواکي په دې باور دي چې دغه بریدونه افراطيانو کړي دي، څو په هدفي توګه عیسویان ووژني. د افراطي ډلې داعش تبلیغاتي خبري پاڼې «ایماق» د دغه برید د مسئولیت ادعا کړې ده. خو د اندونیزیا چارواکي داسې ګومان کوي چې د بریدونو دغه لړۍ تر شا د جماعت النصار الدوله، ډلې لاس دی. دغه ډله له داعش سره اړیکي لري.

اندونیزیا په څه د پاسه ۲۵۵ میلیونه نفوس لرلو سره د نړۍ ستر اسلامي هیواد دی. د دغه هیواد تر ۸۵ سلنه زیات نفوس مسلمانان او لس سلنه یي عسیوي لږکي جوړوي. تندلارو اسلامپالو په تیرو کلونو کې په دغه هیواد کې زیات بریدونه تر سره کړي دي. ویل کیږي چې په اندونیزیا کې ځینې بیلا بیلي ډلې له داعش سره اړکي لري.