1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کې یوه کس د کورنۍ اوه غړي او وروسته ځان وژلی

۱۴۰۱ دی ۱۶, جمعه

د امریکا د یوتای ایالت چارواکیو ویلي دي چې یوه کس لومړی د خپلې کورنۍ اوه غړي او وروسته یې ځان وژلی دی.ویل شوي، په وژل شویو کې درې کوچنیان دي، چې عمرونه یې له څلور تر اوو کلونو دی. پولیسو په دې اړه د څېړنو خبر ورکړی.

https://p.dw.com/p/4Lot7
USA Kriminalität l Massaker in US-Sozialzentrum in Binghamton, New York
انځور: Peter Foley/dpa/picture-alliance

د امریکا د یوتای ایالت چارواکیو د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې په دغه ایالت کې یوه ۴۲ کلن سړي خپله مېرمن، پنځه بچیان او خواښې وروسته له هغې په ډزو وژلي دي، چې مېرمنې یې ترې د طلاق غوښتنه کړې.

ویل شوي، وژل شویو کې درې نجونې او دوه هلکان دي چې عمرونه یې د څلورو او ۱۷ کلونو تر منځ دي.

د اینوک ښار چارواکیو ویلي دي چې د دغې کورنۍ خپلوانو او نیږدې کسانو پولیسو ته د یادې پېښې خبر ورکړی. وروسته چارواکیو د اینوک ښار یوه کور کې اته جسدونه وموندل. له موندل شویو نښو نښانو ښکاري، چې دغه ۴۲ کلن کس لومړی د کورنۍ غړي او وروسته ځان په ډزو وژلی دی.

USA Scheießerei in Miami Gardens
انځور: Chandan Khanna/AFP

د اینوک د ښاروال جفري چستنات د معلوماتو له مخي، د یاد کس مېرمنې د ډسمبر پر ۲۱ نېټه د طلاق غوښتنه کړې وه. ښاروال ویلي، په دغه ناحیه کې یوازې ۷۵۰۰ کسان اوسيږي او ټول یو بل پېژني.

هغه وویل، دغه ۴۲ کلن سړی او کورنۍ یې د ده ګاونډیان وو او »کوچنیو بچیانو یې زما له بچیانو سره زموږ د کور په بڼ کې لوبې کولې.«

پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړي. د پولیسو مشر ویلي، پلټونکي د بل مجرم لټه نه کوي. هغه ویلي، دغه کورنۍ پولیسو پېژندله او »موږ څو کاله مخکې د دغې کورنۍ په اړه څېړنې کړې وې«، خو ویې نه غوښتل په دې اړه ډېر جزیات ورکړي.