په امریکا کې خطرناک سمندري توپان
د امریکا متحده ایالاتو د ټکزاس ایالت په ساحلي سیمو کې خطرناک سمندري توپان له ځان سره شدید باران او تند بادونه راوړل چې پراخ مالي زیانونه یې اړولي دي.
د څلورمې درجې توپان
د «هاروي» په نامه د څلورمې درجې دغه شدید توپان د ټکزاس ایالت ساحلونو ته رسیدلی. توپان له ځان سره شدید باران او تند بادونه هم راوړي وو. اوس د دې توپان د شدت په درجه کې د ډیر کمښت رپوټ ورکړل شوی دی.
هاروي سمندري توپان پراخه سیمه ځپلې ده
دغه سمندري توپان لومړی د کارپس کرسټي سیمي ته رسیدلی او بیا وروسته شدید توپان او تندو بادونو د راک پوټ ښار ته مخ کړې.
شدید توپان او د ونو چپه کیدل
هاروي سمندري توپان او تندو بادونو بې شمیره ونې له ریښو سره ایستلې. د دې تند باد سرعت په یوه ساعت کې ۲۰۰ کیلومتره اټکل شوی وو. تر اوسه هم په ساحلي سیمو کې د بشپړو زیانونو په هکله تازه جزئیات په لاس کې نشته.
ټیټي سیمې د شدید باران په غیږ کې
د ټکزاس ایالت په ساحلونو کې ټیټي سیمې د خطرناک توپان سربیره د شدید باران شاهدې هم وې. له دې سیمو څخه له وړاندې نه زرګونه کسان نورو خوندي سیمو ته انتقال شوي وو.
د ټکزاس ساحلي سیمې ډیرې زیانمنې شوي
د امریکا متحده ایالاتو د ټکزاس ایالت والي د دې ایالت ساحلي سیمې تر ټولو ډیرې زیانمنې شوې سیمې ګڼلي دي.
هاروي سمندري توپان عادي ژوند ګډوډ کړی
د هاروي په نامه سمندري توپان او ورسره تندو بادونو د بریښنا، تلفون او د ترافیکي څراغونو مزي پرې کړي او د دې سیمو د خلکو ورځنی ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی. چارواکي اوس د ستونزو د حل له پاره لاس په کار شوي.
پا ساحلونو باندې د څپو پاچاهي
د ټکزاس ایالت سربیره په مکسیکو کې هم د سمندر امواج شاوخوا ۱۳ فټه لوړ شوي. د کارپ کرسټي په ښار کې بیا شاوخوا ۹۰ سانتي متره باران ثبت شوی دی. په دې سیمو کې ګڼ شمیر ودانۍ زیانمنې شوي دي او شاوخوا ۴۰۰ زره انسانان له وړاندې نه نورو خوندي سیمو ته انتقال شوي دي.
تر توپان مخکې د اوبو لوبې
تر سمندري توپان څو شیبې مخکې، په اوبو کې یو لوبه کوونکي له لوړو څپو خوند اخلي. د واټر سرفنګ یا په اوبو کې د ګرځیدو د غه لوبې په عادي حالاتو کې د لوړو څپو په شتون کې ترسره کیږي او تر توپان مخکې د سمندر څپې د دې لوبې له پاره ډیرې مناسبې وې.
هاروي سمندري توپان اوس کمزوری شوی
د سمندر ساحل سره له ټکر وروسته، د هاروي په نامه د دغه توپان په شدت کې کمښت راغلی دی او د لا ډیر کمښت په لور روان دی.