1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کي د کرونا ویروس نوی ریکارډ

۱۳۹۹ تیر ۱۳, جمعه

په امریکا متحده ایالاتو کي په دوهمه ورځ هم کرونا ویروس په چټکۍ سره مخ پر پراخیدو دی. په هند کي هم په کرونا باندي د نوو کسانو د اخته کیدو ډیر لوړ شمېر ثبت سوی دی.

https://p.dw.com/p/3ejBT
Bolivien | Coronavirus | Gesundheitspersonal in Schutzkleidung
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Karita

لکه څنگه چي په بالتیمور کي د جان هاپکینز پوهنتون خبر ورکړی، د پنجشنبه په ورځ په ۲۴ ساعتونو کي ۵۳ زره ۶۹ نوي کسان په دغه ویروس اخته سوي او په دې ډول یې نوی ریکارډ ټینگ کړ. دغه رقم تر یوې ورځي مخکي تر ټولو لوړ شمېر چي ۵۲ زره ۸۹۸ کسان ول، واوښت.

په مجموعي ډول په امریکا متحده ایالاتو کي په کرونا باندي د اخته کسانو شمیر ۲ میلیونه ۷۳۵ زرو کسانو ته پورته سوی. د نوموړي پوهنتون په حواله د مړه سوو کسانو وروستی شمیر ۶۴۹ تنه ثبت سوی او په مجموعي ډول د کرونا له امله د مړو شمیر ۱۲۸ زره ۶۷۷ تنو ته لوړ سوی دی. امریکا متحده ایالات په نړیواله سطحه تر ټولو ډیر له دغي وبا څخه اغیزمن سوی دی. 

په امریکا متحده ایالاتو کي په تیرو اونیو کي یو وار بیا په دغه ویروس باندي د اخته کیدو پیښې په ښکاره ډول زیاتي سوي دي. منتقدین په دې ډول د کرونا له امله د وضعه سوو قیوداتو راکمول له وخته مخکي بولي. ددغه هیواد په ډیرو سیمو کي دغه محدودیتونه بیرته رامنځته سوي او یا هم نوي قیودات تر لاس لاندي نیول سوي دي.

په تیره بیا ددغه هیواد په جنوب کي پراته ایالتونه لکه تکزاس، فلوریدا او همدارنگه په لویدیځ ساحلي ایالت کلیفورنیا کي په کرونا ویروس باندي د اخته کیدو نوي پیښي ډیري سوي دي. په تکزاس کي د نوموړي ایالت جمهوري غوښتونکي گورنر گریگ ابووت چي د ترمپ نژدې متحد هم دی، ددغه ایالت په ټولو ناحیو کي چي د کرونا۲۰ نوي پیښې ثبت سوي دي او د ماسکونو اغوستل جبری کړي. همدارنکه ابووت له لسو کسانو څخه زیاتو ته د یو ځای کیدو اجازه هم نه ورکوي. د واټن ساتل هم باید مراعات سي.

Brenda Parker, Besitzerin der "Bar at the Inlet" in Ocean City, Maryland
انځور: DW/I. Pohl

په امریکا متحده ایالاتو کي له جمعې ورځي څخه د خپلواکۍ لمانځلو له امله درې ورځي رخصتي ده. دې کار ځیني اندیښنې رامنځته کړي چي ښايي د اخته کیدو پیښې لاپسي زیاتي سي. د جولای پر څلرمه نیټه د امریکا اتباع له خپلو کورنیو سره یوځای مېلو ته ځي، همدارنگه اورلوبي هم کیږي.

د کلیفورنیا متروپولي ښار لاس انجلس بیا اورلوبي منع اعلان کړي او د اوبو غاړي یې تړلي دي. برعکس دونالد ترمپ بیا د جمعې په شپه په مونت روشمور کي د هغو اورلوبو ملاتړ کوي چي پکښي به ۷۵۰۰ کسان گډون وکړي. د خپلواکۍ د لمانځلو په دغه ورځ په خپله دونالد ترمپ هم غواړي د واشنگتن په سترو مراسمو کي چي اورلوبي به هم پکښې وي، گډون وکړي.

په هند کي په کرونا د اخته کسانو زیاتوالی

هند هم په ورځ کي په کرونا باندي د اخته کسانو شمیر د نوي ریکارډ خبره کړې ده. دغه هیواد وايي چي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي۲۰ زره ۹۰۳ تنه په سارس کووید ۲ اخته سوي دي.

د هند د روغتیا وزارت د رپوټ له مخي په دغه هیواد کي د اخته کسانو مجموعي شمیر ۶۲۵ زره ۵۴۴ تنو ته رسیدلی. د نوموړي وزارت د ارقامو له مخي تر اوسه ۱۸ زره ۲۱۳ کسان د کووید ۱۹ ناروغي له امله مړه سوي دي.

که په هند کي د اخته کسانو شمیر همداسي زیات سي نو دغه هیواد به د ډیرو قربانیانو په لرلو سره، د روسیې پر ځای دریم ځای خپل کړي. تر اوسه امریکا متحده ایالات لومړی او برازیل دوهم ځای لري.

 

Indien, Neu-Delhi I Delhi Unlock I Chittaranjan Park
انځور: DW/G. Hore

دا په داسي حال کي ده چي هند په تدریجي ډول د کرونا محدودیتونه راکموي خو بیا هم هغه سیمي چي د اخته کسانو شمیر پکښي زیات دی، تر قرانطین لاندي دي. په پام کي ده چي په راتلونکې اونۍ کي د تاج محل په شمول ټول تاریخي ځایونه د سیلانیانو پر مخ خلاص سي.

په عین حال کي د هند چارواکو د »زیدوس« دوا جوړولو شرکت ته اجازه ورکړې ده چي پر انسانانو باندي دي د کرونا د احتمالي واکسین آزمویني پیل کړي. دغه شرکت ویلي دي چي نوموړي واکسین پر حیواناتو باندي د قوي دفاعي سیستم غبرگونونه ښودلي او تولید سوي انتي باډي په دغو آزموینو کي د کرونا ویروس د له منځه تلو سبب سوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب