1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امريکا کې پر کنيسه بريد يولس تنه ووژل

۱۳۹۷ آبان ۶, یکشنبه

يوه وسله وال سړي د امريکا په پيتزبورګ ښار کې يولس تنه وژلي او نور ډېر يې ژوبل کړي دي. بريد په یوې کنیسه یا د یهودیانو په عبادتځاي کې د یو لړ ديني مراسمو په مهال شوی.

https://p.dw.com/p/37HAm
USA Kriminalität l Schüsse an Synagoge in Pittsburgh
انځور: Getty Images/J. Swensen

د پولیسو یوه ویاند ویلي چې شکمن بريدګر ځان تسليم کړ او ونيول شو. ويل کيږي چې «په کنيسه کې دننه ډېر تلفات اوښتي دي». د بريد د انګېزې په هکله لا معلومات نشته، خو داسې ښکاري چې د يهودانو پر ضد د تعصب او نفرت له کبله دې تر سره شوی وي.

د متحده آيالاتو د عدليې وزير او لوی څارنوال جېف سېشنس، وويل چې عامل ته ښايي د اعدام حکم واورول شي. د ځايي امنيتي ادارو د مشر وېندل هيسريش، په حواله يولس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. سربېره پر دې شپږ تنه د څلورو پوليسو په شمول ټپيان شوي دي.