1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په امريکا کې د افغانستان ديپلوماتيکي نمايندګۍ تړل کيږي»

۱۴۰۰ اسفند ۲۵, چهارشنبه

يوه افغان ديپلومات ويلي دي چې په امريکا کې د افغانستان ديپلوماتيکي استازولۍ تړل کيږي. ويل شوي چې په نيويارک کې سفارت او په نورو ښارونو کې به قونسلګرۍ سر له چهارشنبې ورځې خپل فعاليت ودروي.

https://p.dw.com/p/48Xpw
Deutschland Afghanische Botschaft in Berlin
عکس له آرشيف څخه: په آلمان کې د افغانستان يوه ديپلوماتيکه استازوليانځور: Afghan Embassy in Berlin

د ديپلوماتيکو کړيو په حواله په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او په نيويارک او لاس اينجلس کې قونسلګرۍ به نن، چهار شنبه (۲۰۲۲م کال د مارچ ۱۶) خپل فعاليت وردوي.

يوه افغان ديپلومات چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، په واشنګټن کې د آلمان خبري آژانس ته وويل چې د «سرچينو نه شتون» د دې اقدام يو علت دی.

ياد ديپلومات زياته کړې ده چې د سفارت او قونسلګريو کارکوونکو چې د طالبانو له خوا پرځول شوي حکومت ګمارلي ول، له څو مياشتو راهيسې هیڅ معاش نه دی ترلاسه کړی.

ديپلومات زياته کړې ده چې ډېره هڅه وشوه چې دغه سياسي استازولۍ فعالې پاتي شي. په امريکا متحده ايالاتو کې د افغانستان د سفارت له تويتر پاڼې څخه وروستۍ پوست د دسمبر پر ۳۰ نېټه نشر شوی وو. په دغه پېغام کې ويل شوي ول: «موږ پرته له دې چې له کومې سرچینې څخه وسايل ترلاسه کړو، خپل فعاليت ته د دوام ورکولو او د خدماتو د وړاندې کولو هڅه کوو.»

«افغان سفیران او ديپلوماتانو د طالبانو له فشارونو سره مخ دي»

په دغه پېغام کې زياته شوې وه: «موږ هيله لرو چې افغانستان به يوه ورځ پايدارې سولې ته ورسيږي.»

«نيويارک ټايمز» ورځپاڼې تيره جمعه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د سرچينو په حواله رپوټ ورکړی وو چې د نمايندګيو تر تړل کيدو وروسته به افغان ديپلوماتان يوه میاشت وخت ولري، څو مخکې تر هغه چې افغانستان ته اخراج کړل شي، په امریکا کې د پاتيدو له پاره غوښتنليک وړاندې کړي.

ويل شوي ول چې دغه ديپلوماتان به په افغانستان کې د ناوړه امنيتي وضعيت له کبله بیرته و نه ليږدول شي. خو دا معلومه نه ده چې هغوی به چيرته ځي. د افغانستان د کابو ۱۰۰ ديپلوماتانو يو پر څلورمه برخې یې په امريکا کې د پاتيدو له پاره غوښتنليکونه لا نه دي وړاندې کړي.

ب. ص/ ن. ز (dpa)