1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا کي د پوليسو لخوا د يو تورپوستي وژنې احتجاجونه پارولي

۱۴۰۱ تیر ۱۳, دوشنبه

د اوهایو پولیسو د یوه تورپوستي د وژل کیدو ویډیو خپره کړې. له دې سره د امریکا متحده ایالاتو په دې سیمه کې احتجاجونه پیل شوي. د وژل شوي کس کورنۍ پر خلکو د احتجاجونو پر مهال د سوله اییز پاتې کیدو غږ کوي.

https://p.dw.com/p/4DdWH
USA I  Tod eines Schwarzen durch Polizeischüsse in Akron Ohio
انځور: Gaelen Morse/REUTERS

د امريکا د متحده ايالاتو په اوهايو ايالت کي چارواکو هغه ويډيو خپره کړه چي پکښي ښودل کيږي چي د ډزو په يوه پېښه کي اته پوليس دخيل دي. په دغه پېښه کي څو ورځي ترمخه په اکرون ښار کي يو غير مسلح تورپوستی کس وژل سوی ؤ.

د اکرون د پوليسو ادارې د يادي قضيې په تړاو يو شمير ويډيوگانې خپرې کړي دي. په دغو ويډوگانو کي د ۲۵ کلن تور پوستي جې لېنډ واکر، تعقب او بيا د هغه د وژل کېدو صحنې ليدل کيدلای سي. پوليس وايي چي دوی فکر کوي چي دغه ځوان له خپل موټر څخه پر هغوی يو ډز وکړ او پوليسو بېره لرله چي هغه به بيا ډزي پر ورکړي.

تر اوسه دا نه ده روښانه سوې چي پوليسو پر واکر باندي څو ډزي وکړې. خو د پوليسو مشر سټيو مايليټ ويلي دي چي د طبي معاينه کوونکو په راپور کي ويل سوي دي چي «د ښاغلي واکر پر بدن تر ۶۰ څخه زيات زخمونه دي.»

د ويډيو تر خپرېدو وروسته احتجاجونه

د دې پيښي د ويډيو تر خپرېدو وروسته ډیر شمير کسانو د اکرون په ښار کي احتجاجونه پېل وکړ. دغه احتجاج کوونکي په ښار کي د عدلي ادارې مخي ته راغونډ سول. «د تور پوستو خلکو د پرمختګ ملي انستیتیوت» ملکي حقونو سازمان مشر ډيرک جانسن، په يوه بيانيه کي وويل چي د واکر مرگ «له ډېري نژدې فاصلې څخه د ډزو کولو له کبله رامنځته سوی دی.»

د ياد ښار ښاروال پر خلکو د حوصلې ږغ کړی دی او دغه پېښه يې «زړه بوږنونکې» بللې ده.

USA I  Tod eines Schwarzen durch Polizeischüsse in Akron Ohio
انځور: Gaelen Morse/REUTERS

په ويډيوگانو کي څه ليدل کيږي؟

پوليسو د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جولای میاشتې دريمه نیټه) د پيښي يو شمېر ويډيوگانې وښودلې. پوليسو وويل چي په يوه ويډيو کي هغه ډز هم ليدل کيږي چي په وينا يې واکر له خپل موټر څخه پر پوليسو کړی ؤ.

واکر د ترافيکي اصولو څخه يوه معمولي سرغړونه کړې وه او پوليسو په دې ترڅ کي د هغه د نيولو هڅه کړې وه. خو دغه کس په خپل موټر کي وتښتېد. په ويډيو کي ليدل کيدلای سي چي پوليس د دغه کس د موټر تعقيب کوي. څو دقيقې وروسته واکر له خپل موټر څخه راغورځي او د منډو هڅه کوي.

پوليس وايي، کله چي واکر مخ پوليسو ته واړوه نو پوليسو فکر وکړ چي د هغه سره وسله موجوده ده. خو دغه کس هغه وخت بې وسلې ؤ. وروسته معلومه سوه چي وسله د واکر په موټر کي پاته وه.

د واکر د کورنۍ د غړو د وکيل غبرگون

د جې لېنډ واکر د کورنۍ وکيل بوبي ديسيلو، په يوه بيانيه کي ويلي دي چي هغه د پوليسو له خوا د لگول سوي تور په هکله چي گواکي واکر له خپل موټر څخه پر پوليسو ډز کړی ؤ، «ډېر فکرمند» دی. هغه پر دې ټينگار وکړ چي د دغه کس د وژلو هيڅ جواز نه ؤ.

ديسيلو وويل: «زه ستاسو څخه پوښتنه کوم، هغه دا چي کله چي هغه د تېښتي په حالت کي ؤ، ايا پر هغه ډز کول پکار ؤ؟ نه، دا يو معقول کار نه ؤ.»

ديسيلو پر خلکو ږغ وکړ چي د واکر د وژل کېدنې پر ضد د احتجاج پر وخت سوليز واوسي. هغه وويل چي د واکر کورنۍ نه غواړي چي نور تاوتريخوالی رامنځته سي.

د اوهايو د جرمي څیړنو اداره د واکر د وژل کېدني په اړه تحقيقات کوي.

وژني د پوليسو د «ظلم او د نژادي بې عدالتۍ څرگندويي» کوي

د واکر د وژل کېدنې قضيه د پوليسو له خوا د تور پوستو پر ضد د تاوتريخوالي لومړي قضيه نه ده. دا له کالونو راهيسي روانې يوې سلسلې وروستۍ برخه ده. تنقيد کوونکي وايي چي په ۲۰۲۰ کال په منياپليس ښار کي د فلويډ د قتل په شمول ټول داسي قتلونه نه يوازي دا چي نژاد پرسته دي، بلکه جواز هم دي.

آ./ا.ا./م.ج.