په افغانستان کې۱۵۰۰ امریکایي عسکر او ملکي پرسونل قرنطین شول
۱۳۹۹ فروردین ۱, جمعهد متحده ایالاتو پوځ پریکړه کړې ده چې افغانستان ته د نویو سرتیرو استول ودرول شي او هغه عسکر چې لا ترمخه په دغه هیواد کې مستقر دي دنده یې وغځول شي، څو د دغو ځواکونو ماموریت پرمخ یوړل شي.
دغه پریکړه په یوه داسې وخت کې کیږي چې متحده ایالاتو له طالبانو سره تیره میاشت د لاسلیک شوي توافق له مخې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شمیر په کمولو پیل کړی دی.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر، ویلي دي چې عسکر او ملکي کسان چې نوي افغانستان ته رارسیدلي دي، د معاینه کیدو له پړاوه تیریږي.
د هغه په خبره ۱۵۰۰ عسکر، ملکي کارکوونکي او قراردادیان چې په تیره اوونۍ کې له مختلفو هیوادونو افغانستان ته رسیدلي، په ازمایښتي تأسیساتو کې دي.
د میلر په خبره دغه سرتیري او کارکوونکي چې یا تازه د افغانستان ماموریت ته استول شوي او یا دا چې له رخصتۍ وروسته بیرته هیواد ته ستانه شوي «د ناروغتیا په خاطر نه بلکې د ډیر احتیاط له مخې» قرنطین شوي دي.
هغه زیاته کړې ده چې د متحده ایالاتو په مشرۍ ائتلاف همداشان مهم پرسونل او اډو ته لاس رسی محدودوي.
د دغه امریکایي جنرال په وینا په افغانستان کې تر اوسه د نړیوالو ځواکونو ۲۱ سرتیري انفلوانزا ته ورته علایم لري، چې قرنطین شوي دي او تر درملنې لاندې دي.