1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په افغانستان کې ۱۵ امنیتي سرتیري او ۲۱ طالبان وژل شوي

۱۳۹۷ مهر ۱۹, پنجشنبه

یوه افغان چارواکي وویل چې په کندوز کې له طالبانو سره په جګړه کې د سرحدي پولیسو ۱۵ سرتیري وژل شوي. په عین وخت کې په میدان وردګو ولایت کې بیا د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۲۱ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/36LWr
Afghanistan Symbolbild Anschlag in der Region Paktia Mai 2012
انځور: picture-alliance/dpa

په افغانستان کې د پارلماني ټاکنو په رانیږدې کیدو سره، وسله والې شخړې مخ پر ډیریدو دي. په کندوز کې د ولایتي شورا غړي امرالدین ولي وویل چې د پنجشنبې په ورځ له طالبانو سره په جګړه کې ۱۵ سرحدي پولیس وژل شوي دي. د ولایتي شورا دغه غړي وویل چې طالبانو د کندوز ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو پر یوې امنیتي پوستې ډله ایز برید کړی چې په پایله کې یې ۱۵پوليس وژل شوي دي.

د کندوز د ولايتي شورا دغه غړي د طالب جنګیالیو د مرګ ژوبلې په هکله معلومات په لاس کې نه لرل، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په دې جګړه کې د ۲۵ سرتیري د وژل کیدو او اوو کسانو د ټپي کیدو ادعا کړې ده.

کندوز ولایت په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو کې د لنډې مودې له پاره د طالبانو لاس ته لویدلی وو چې پکې دواړو لورو ته درانه تلفات اوښتي ول. که څه هم طالبان د کندوز ولایت په ځينو ولسوالیو کې حضور لري، خو دغه ولایت بیا د تیرو دوو کلونو په ترڅ آرام وو. 

په عین وخت کې کابل ته څیرمه په وردګو ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ډيرو طالب جنګیالیو د وژل کیدو خبر ورکول کیږي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې افغان ځانګړو ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ ۲۱ طالب جنګیالي وژلي دي.

د اعلامیې په حواله په وژل شوو طالب جنګیالیو کې د دوی لوړ پوړي قوماندانان هم شامل دي. اعلامیه همدا راز زیاتوي چې د طالبانو یوې ډلې غوښتل څو د پارلماني ټاکنو د خرابولو په موخه یو لړ بریدونه پلان کړي.