1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په افغانستان کې یو امریکايي سرتیري وژل شوی

۱۳۹۸ تیر ۲۲, شنبه

په افغانستان کې د ناټو د «قاطع ماموریت» د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یوه امریکايي سرتیري د وژل کیدو خبر ورکړی دی. اعلامیې د وژل شوي امریکايي سرتیري د نوم په هکله او دا چې چیرته او څرنګه وژل شوی، جزئیات نه دي ورکړي.

https://p.dw.com/p/3M1Rs
Afghanistan US-Marines in Helmand
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د شنبې په ورځ  (د ۲۰۱۹م کال د جولای میاشتې په ۱۳مه نیټه) په افغانستان کې د ناټو د «قاطع ماموریت» له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې د یوه امریکايي سرتیري د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی. اعلامیې د وژل شوي سرتیري د نوم په هکله جزئیات نه دي خپاره کړي.

په افغانستان کې د نوموړي امریکايي سرتیري په وژل کیدو سره، دا په روان ۲۰۱۹م کال کې اوم وژل شوی امریکايي سرتیری دی. اوسمهال شاوخوا ۲۰ زره  بهرني سرتیري چې زیاتره برخه یې امریکايي پوځیان تشکیلوي، په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه، سلا مشورو او د مرستو په وړاندې کولو بوخت دي. په افغانستان کې یو شمیر امریکايي سرتیري بیا د سخت دریځو ډلو پر ضد د ترهګرۍ ضد په ماموریتونو کې هم برخه اخلي.

د روان میلادي کال په فبروري میاشت کې ملګرو ملتونو په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي وو چې په افغانستان کې تیر کال د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د مخ پر ډیریدونکو هوايي بریدونو او د وسلوالو مخالفینو د ځانمرګو بریدونو په پایله کې ۳۸۰۴ تنه ملکیان وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ غواړي چې له طالبانو سره د خبرو له لارې د افغانستان ۱۸ کلنې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کیږدي. طالبان بیا د سولې یوه توافق ته تر رسیدو وړاندې، له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د بشپړو وتلو غوښتنه کوي.

Reuters /kh-awa