1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په افغانستان کې کرونا وبا په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې ده

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۴, یکشنبه

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي چې په کابل کې یې په ناڅاپي توګه د ۵۰۰ کسانو آزموینه کړې چې له دې ډلې څخه له ۱۵۰ نه د ډیرو کسانو معاینات مثبت راغلي دي. اوس اندیښنې را ولاړې شوي چې ښايي دغه ویروس ډیر خپور شوی وي.

https://p.dw.com/p/3biFH
Afghanistan Paktika Maßnahmen Umgang mit dem Coronavirus
انځور: DW/F. Zahir

د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د مې میاشتې په ۳مه نیټه) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وویل چې په پلازمینه کابل ښار کې يې د کرونا له پاره د ۵۰۰ عادي کسانو معاینات کړي چې له دې ډلې څخه د ۱۵۰ څخه د ډیرو کسانو د کرونا معاینات مثبت راغلي دي. په دې توګه اوس داسې اندیښنې را ولاړې شوي چې احتمالاً کرونا ویروس په افغانستان کې د تمې خلاف ډیر خپور شوی او همدا راز په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې دی.

د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت ویاند وحید الله مایار، په دې خبري غونډه کې همدا راز په ټول هیواد کې د کرونا ویروس د تازه شمیرو په هکله هم معلومات وړاندې کړل. ښاغلي مایار وویل چې نن د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د کرونا ویروس ۲۳۵ تازه پیښې ثبت شوي دي او خبرداری یې ورکړی چې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر د هرې ورځې په تیریدو سره د ډیریدو په حال کې دی.

د عامې روغتیا د وزارت ویاند همدا راز زیاته کړه چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له کبله په افغانستان کې ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. مایار وویل: «د مثبتو پیښو شمیر ۲۰ فیصده لوړ شوی دی او دا د ویرو د خپریدو په برخه کې د خطر زنګ دی. خلک او ټولې مسئولې ادارې باید جدي پام وکړي.» دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې کرونا ویروس په افغانستان کې د ۸۵ کسانو ژوند اخیستی دی او ۳۴۵ تنه بیا له دې ناروغۍ بیرته روغ شوي دي.

Afghanistan Provinz Herat Coronavirus
انځور: DW/S. Tanha

د چارواکو په خبره، د نورو ولایتونو په پرتله، پلازمینه کابل د کرونا ویروس د مثبتو پیښو د شمیر له پلوه د فهرست په سر کې ځای لري. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا ټینګار وکړ چې خلک باید په کورونو کې پاتې شي ترڅو د ویروس د خپریدو سرعت کم شي. ښاغلي مایار همدا راز وویل چې هغه وخت چې د کرونا ویروس د تستونو ظرفیت لوړ شي، ښايي په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیر هم ورسره لوړ شي.

په افغانستان کې تر اوسه پورې شاوخوا ۱۲۰۰۰ د کرونا ویروس ټسټونه شوي دي چې له دې ډلې څخه ۲۷۰۰ یې مثبت تشخیص شوي دي. د دغې وبا د لا ډیر خپریدو د مخنیوي په موخه، د کابل په شمول د هیواد ګڼ شمیر ولایتونه تړل شوي دي او خلکو ته په کورونو کې د پاتې کیدو سپارښتنه شوې ده.

په افغانستان کې روانو نا کراریو، جګړو، بد اقتصادي وضعیت، د خلکو له لوري د طبي سپارښتنو نه عملي کول او د روغتیا کمزوری سیستم هغه عوامل دي چې په افغانستان کې یې له کرونا وبا سره مبارزه لا پسې پیچلي کړې ده.