1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په افغانستان کې په لسهاو زندانيان په کرونا ويروس اخته شوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۰, چهارشنبه

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت اعلان کړی چې د ۱۱۰ نويو مثبتو پېښو په ثبتولو سره په هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمير ۱۹۳۹ تنو ته رسیدلی دی. په عين حال کې لږ تر لږه ۴۶ زندانيان هم په دي ويروس ککړ شوي دي.

https://p.dw.com/p/3bYiT
Afghanistan  Khost-Provinz Coronavirus
انځور: DW/F. Zahir

 د افغانستان د عامې روغتيا وزارت يو ځل بيا خبرداری ورکړی چې په هېواد کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمير مخ پر زياتېدو دی. د عامې روغتيا وزارت وياند د چهار شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ۱۱۰ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي دي. د دې نويو پېښو سره د کرونا د ټولو مريضانو شمير ۱۹۳۹ تنو ته رسېدلی دی.

تر اوسه په افغانستان کې د يوې ځوانې نجلۍ په شمول ۶۰ تنه د کرونا ویروس له کبله مړه شوي او ۲۵۲ بیرته رغيدلي دي.  

په افغانستان د کرونا تر ټولو زيات مریضان په کابل ولايت کې دي. په تازه مواردو کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۸ تنه په کابل، ۱۵ تنه په کندهار، ۱۲ تنه په پکتيا، ۶ تنه په غزني، ۵ تنه په لغمان، ۵ تنه په ننګرهار او نور کسان په پاتو نورو ۲۴ ولایتونو کې په دې ويروس اخته شوي دي.   

Afghanistan Provinz Herat Coronavirus
انځور: DW/S. Tanha

کرونا ويروس زندانونو ته هم رسیدلی

په افغانستان کې د زندانونو چارواکو په کرونا د ۴۶ زندانيانو د اخته کيدو خبر ورکړی دی. تر دې د مخه د روغتيا وزارت خبرداری ورکړی وو چې که د کرونا ويروس د افغانستان زندانونو ته ورسيږي نو مهارول به یې ممکن نه وي او کنترول به نه شي.

افغان حکومت د روغتيا وزارت تر دې څرګندونو وروسته د زرونو زندانيانو د آزادولو امر کړی وو.

د زندانونو چارواکو ويلي چې په پام کې ده چې د ولسمشر اشرف غني د غوايي میاشتې د اتمې نیټې د فرمان پر اساس چې د مجاهدينو د بري له ورځې سره سمون لري،۱۲ زره او ۳۹۹ زندانيان آزاد شي. تر دې د مخه ولسمشر د کرونا د ناروغۍ له کبله هم د زندانیانو د آزادولو فرمان صادر کړی وو.

د چارواکو په حواله تر اوسه تر ۶۱۰۰ زيات زندانيان آزاد شوي او دا لړۍ لا جريان لري. تر آزاديدو وروسته دا زندانيان مجبور دي چې ۱۴ ورځې په کور کې قرنطين شي خو دا روښانه نه ده چې هغوی به دا غوښتنه رعايت کړي او که نه.   

زموږ له آرشیف څخه: