1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې دوه امریکایي سرتیري وژل شوي

۱۳۹۸ تیر ۵, چهارشنبه

له هغه وروسته چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د یوه ناڅاپي سفر په ترڅ کې له افغانستان څخه لیدنه وکړه، په دغه هیواد کې دوه تنه امریکایي سرتیري وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3L6G2
Afghanistan - US Soldaten der "Resolute Support Sustainment Brigade" beladen Helikopter
انځور: Imago/ZUMA Press/U.S. Army

په افغانستان کې د ناټو «قاطع ماموریت» په حواله د چهارشنبې په ورځ (د جون میاشتې۲۶ نیټه) دوه امریکایي سرتیري وژل شوي دي. یوازې څو ساعته مخې تر دې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته تللی وو.

داچي دغه سرتيري د افغانستان په کومه سيمه کي او څرنگه وژل شوي دي په اړه يې معلومات نه دي ورکړل شوي.

پمپيو په کابل کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ترڅنگ له یو شمیر نورو سیاسي مشرانو سره د افغان سولې د خبرو اترو او په دغه هیواد کې د امنیتي مسئایلو په هکله خبرې اترې وکړې.

په ۲۰۱۴م کال کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د پوځي ماموریت تر پای ته رسیدو څو کاله وروسته د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د خپلو سرتیرو شمیر له ۸۴۰۰ څخه ۱۴۰۰۰ ته لوړ کړ. خو د مرستیال ولسمشر مایک پنس په خبره په همدې منځ کې دونالد ترمپ له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو پر ایستلو غور کوي. 

په عین وخت کې د افغانستان د سولې خبرو اترو له پاره د امریکا ځانګړي استازي له طالبانو سره د افغانستان د جګړې د سوله ایز حل لارې پيدا کولو له پاره کوښښونه پیل کړي دي.

د تیر کال له جولای میاشت راهیسې د خلیلزاد او طالبانو د لوړپوړو استازو ترمنځ څو واره مستقيمې خبرې اترې ترسره شوي دي.

د خلیلزاد په حواله له طالبانو سره د خبرو اترو بل پړاو به د راتلونکي شنبې په ورځ په قطر کې ترسره شي.

د امریکا حکومت او ناټو په حواله چې په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې ماموریت پر مخ وړي، له ۲۰۱۵م کال راهیسې تر اوسه پورې په افغانستان کې ۶۵ امریکایي سرتیري وژل شوي دي.

آژانسونه/ش.ن/ن. ز