1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

۱۴۰۱ تیر ۶, دوشنبه

په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین پنځم کمپاین د دوشنبې له ورځې څخه پیل شو. په پام کې ده چې په دې ترڅ کې تر پنځه کلنۍ کښته شا او خوا لس میلیونه ماشومان واکسین شي.

https://p.dw.com/p/4DIhv
Unicef South Asia report
آرشیف انځورانځور: © UNICEF/UN0353280/Shah

سږ کال په پکتیکا ولایت کې د ګوزڼ د یوې پيښې تر ثبتیدو وروسته، په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د زیاتیدو په هکله اندېښنې ډیرې شوي.

خو د ښځینه واکسیناتورانو کمښت د پولیو واکسین د تطبیق په برخه کې یوه له مهم مشکلاتو ګڼل کیږي. ښځینه واکسیناتورانې له خپل محرم او په بشپړ حجاب سره باید په دغه کمپاین کې برخه واخلي، چې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین قطرې ورکړي.

ځینې واکسیناتورانې وایي چې دغه محدودیتونه د ښځینه واکسیناتورانو د کمښت سبب شوي.

Afghanistan Polio Mitarbeiterinnen im Gesundheitswesen Health workers
د ښځینه واکسیناتورانو کمښت یو لوی مشکل انګیرل کیږيانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د افغانستان په ځینو سیمو کې د پولیو ویروس پيښې شته. په تیر کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ څلور مثبتې پېښې ثبت شوي دي. د ماشومانو د ګوزڼ وهلو دغه ناروغي تداوي نه لري، او پر هغې د ماشومانو د نه اخته کیدو یوازینۍ لار د واکسین تطبیق دی. د دې واکسین تطبیق کولی شي ماشومان له معلولیت څخه وساتي.

په افغانستان کې د پولیو واکسین د پروګرام مسوولین وایي چې د هوا په ګرمیدو سره د ماشومانو د فلج کیدو پيښو د زیاتیدو خطر هم ډیریږي.