1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورين

په افغانستان کې د کرونا ویروس په هکله وروستي جزئیات

۱۳۹۹ فروردین ۶, چهارشنبه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې په دغه هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۷۹ تنو ته رسیدلی دی.

https://p.dw.com/p/3a00L
Aghanistan Herat | Coronavirus: Flüchtlinge aus dem Iran
انځور: DW/S. Tanha Shokran

په افغانستان کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمیر هم دوه تنو ته ورسید. د عامې روغتیا وزارت وایي چې په هرات کې یوه ۴۵ کلنه میرمن په دغې ناروغۍ مړه شوې.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار ویلي دي، چې په افغانستان کې په دغه ویروس د اخته کیدونکي شمیر مخ پر زیاتیدو دی: «د دغه ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه د هرات، فراه او نیمروز په ښارونو کې پر ګرځیدو بندیز لګول شوی.«

که څه هم په لومړي سر کې په دغه ویروس اخته کسان له ایرانه راګرځیدلي وو، خو د عامې روغتیا وزارت وایي چې یو شمیر نوي کسان په افغانستان کې په دغه ویروس اخته شوي او دا ښيې چې د کرونا ویروس په افغانستان کې هم په ګردش پيل کړی دی.