1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په افغانستان کې د کرونا مثبتې پيښې ۳۴ ته پورته شوې

۱۳۹۹ فروردین ۳, یکشنبه

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د يکشنبې په ورځ (د مارچ ۲۲مه) د کرونا ويروس د ۱۰ نوو مثتبو پيښو د ثبتيتدو خبر ورکړ. دې سره په افغانستان کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې ۳۴ ته ورسيدې.

https://p.dw.com/p/3Zriv
Aghanistan Herat | Coronavirus: Flüchtlinge aus dem Iran
انځور د يوې اوونۍ مخکې / آرشيفانځور: DW/S. Tanha Shokran

له کابل څخه د رويټرز خبري آژانس په حواله، د افغانستان د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز وويل چې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د ۷۹ مشکوکو کسانو معاينې شوي چې په ډله کې يې د لسو کسانو د معايناتو نتيجې مثبتې ختلي دي.

 د عامې روغتيا  وزير، د يکشنبې په ورځ وويل چې دې سره په افغانستان کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې ۳۴ ته پورته شوي دي. فيروز وويل چې په مشکوکو کسانو کې دوه تنه يې قانون جوړونکي دي چې نمونې يې د تیست له پاره استول شوي دي.

 د عامې روغتيا وزير فیروزالدين فيروز د انديښنې په ښکاره کولو سره وويل: «په افغانستان کې د کرونا ويروس (کوويد-۱۹) پيښو د ډيرېدو انديښنه موجوده ده، په ځانګړې توګه په کابل ښار کې چې له شپږ ميليونه ډير انسانان په کې ژوند کوي.»

تر دې وړاندې د ورکړل شوو رپوټونو له مخې په افغانستان کې پر کرونا ويروس اخته ډيری کسان له ګاونډي هيواد، ايران څخه راغلي ول. ايران د نړۍ په سطحه يو له هغو هيوادونو څخه دی چې کرونا ويروس تر ډيره ځپلی دی. د تازه رپوټونو په حواله، د دغه هيواد په ځينو برخو لکه تهران کې وضعيت له کنترول څخه نژدې وتلی دی.