په افغانستان کې د ښځو د فلمونو دویم نړیوال فېستیوال پای ته ورسید
په هرات کې د ښځو د فلمونو دویم نړیوال فېستیوال کورنیو او بهرنیو غوره فلمنو ته د جایزو په ورکولو سره پای ته ورسید. د ښځو پر موضوع ۵۰۰ فلمونه دغه فیستیوال ته معرفي شوي ول چې تر ۶۰ زیات فلمونه سیالۍ ته وړاندې شول.
په دغه فېستیوال کې د معرفي شویو ۵۰۰ فلمونو له ډلې څخه د ۱۵ هیوادونو ۶۱ د غوراوي هئیت له لوري غوره شول او سیالۍ ته ووتل.
د ښځو د فلمونو د نړیوال فیستیوال په ورستۍ ورځ، د افغان فلم جوړونکي جلیل حسیني جوړ شوي فلم «رویای دریا» د قصه یي اوږدو فلمونو په برخه کې لومړی مقام وگاټه. دغه فېستیوال د هرات په تاریخي ارگ کې پر لاره اچول شوی وو.
د مستندو فلمونو په برخه کې لومړنۍ جایزې د رحمت حیدري فلم «تقدیر شکسته یک شاعر» او د صحرا موسوي جوړ شوي فلم «آن سوی برقع» تر لاسه کړې.
د قصه یي فلمونو په برخه کې دویمه جایزه د آزاد غفار جوړ شوي فلم «آخر داستان» تر لاسه کړه. د بهترین عکاس جایزه هم د نوموړې فلم عکاس فرهاد رضایي خپل کړه.
په دغه فیستیوال کې د مستندو فلمونو د انیمېشن جایزه د محمد عابدیان فلم «آرزو» خپله کړه.
په دغه فیستیوال کې تر ټولو غوره د فلمي لوبغاړې جایزه صابره رضایي ته ورکړل شوه چې د غفار آزاد په جوړ شوي فلم آخرین داستان کې یې نقش لوبولی دی.
د ژوري هیئت ځانگړه جایزه، د محبوبه ابراهیمي فلم «امتحان رانندگي» خپله کړه.
د دغه فیستیوال په پای کې هغه فلمونه او فلمي لوبغاړي چې جایزې یې تر لاسه کړې وې د جایزو په ورکولو سره وستایل شول.
دا دویم وار دی چې له امنیتي اندیښنو سره سره په هرات کې دغه فیستیوال پر لاره اچول کیږی. په دغه فیستیوال کې د بیلابیلو هیوادونو لکه ایران، تاجکستان، پاکستان، هند، ایټالیا، بریتانیا فلم جوړونکو او فلمي لوبغاړو برخه اخیستې ده.
دوه مشهورو ایراني فلمي هنرمندانو لاله سکندري او مرجان ریاحی، په دغه فیستیوال کې د ژوري هیئت د غړو په توگه برخه اخیستې وه. په دغه فیستیوال کې د ایران ۱۹ فلمونو هم سیالۍ ته وړاندې کړای شوي ول.
په دغه فیستیوال کې مشهورو افغان فلم جوړونکو او فلمي لوبغاړو لکه لینا اعلم (په انځور کې کیڼ اړخ ته) هم گډون کړی وو. په دغه فیستیوال کې د هالیود او بالیود فلمونه هم معرفي شوي ول.
دغه فیستیوال د «خانه فلم رویا او د آرمانشهر د بنسټ د گډ کار او د ملگرو ملتونو په مالي مرسته پر لار اچول شوی وو. همداشان د بشري حقونو نړیوال سازمان او نورو ۴۰ سازمانونو له دغه فیستیوال څخه خپل ملاتړ اعلان کړی وو.
رویا سادات د خانه فلم رویا، مسووله چې د دغه فیستیوال له جوړونکو څخه هم ده وایي چې د دغه فیستیوال پر لاره اچولو موخه به ټولنه کې د ښځو نقش پیاوړي کول دي.