1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په افغانستان کې د ناټو څلور عسکر په کرونا اخته شوي

۱۳۹۹ فروردین ۵, سه‌شنبه

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا خبره تائید کړې چې د دوی د څلورو تنو عسکرو افغانستان ته تر رسیدو لږ وروسته د کرونا تيست ترسره شوی وو چې نتايج یې مثبت راغلي دي.

https://p.dw.com/p/3ZxsN
Deutschland Symbolbild Bundeswehr
انځور: picture-alliance/dpa/P. Seeger

د سه شنبې په ورځ په خپره شوې دې اعلامیه کې ويل شوي: «دا عسکر تازه افغانستان ته رسېدلي ول او کله چې پکې علايم وليدل شول نو يوه احتياطي روغتيایي مرکز ته انتقال شول، قرنطين شول او آزموينه يې ترسره شوه.»

ناټو د دې عسکرو هويت نه دی په ډاګه کړی.

۱۵۰۰ عسکر چې په دې وروستيو کې افغانستان ته داخل شوي ول په احتياطي ډول په آزمايښتي مرکزونو کې ساتل شوي ول.

د يوه رپوټ پر اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا دوې نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي. په مجموعي توګه په افغانستان کې د کوويد- ۱۹ د مريضانو شمير ۴۲ کسانو ته رسېدلی دی.