1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ

فريدالله ظاهر
۱۴۰۲ تیر ۷, چهارشنبه

د طالبانو د ریاست الوزار مرستیال ملا عبدالغني برادر په ارګ کې د اختر لمانځه تر ادا کولو وروسته په خپله وینا کې بهر ته د افغانانو پر تګ اندېښنه څرګنده کړي.

https://p.dw.com/p/4T9Zd
Afghanistan | Gebet in Kandahar
انځور: Nazir Ahmad Qadri

په کابل او ولایتونو کې د لوی اختر مراسم بې له کومې امنیتې پېښې ترسره شول. یو شمېر طالب مشرانو  په ارګ کې د اختر لمونځ ادا کړ. د اختر لمانځه وروسته د طالبانو ادارې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، چې د بهرنیانو له لورې افغانان، د امنیت، کار او خدمتونو د نه شتون په نوم هڅول کیږي، چې له هېواده ووځي.

هغه وویل: «په افغانستان کې نه امنیت شته، نه کار شته او نه خدمت شته، دا د دنیاوالو له لورې د افغانستان تخریبول دي.»

ملا براردر زیاتوي، په افغانستان کې کار شته، خو خلکو د نورو په خوله په دریابونو کې ځانونه ډوبوي: »په افغانستان کې کار او خدمت نشته، نو ځکه زه مجبوره یم چې بل ملک ته به ځم. زه مجبور یم، چې په دریاب کې به ځان ډوبوم، دا سوچ او ذهنیت بل چا ورکړی دی.»

پر کابل سربېره، په کندهار کې، چیرې چې د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخونزاده هم مېشت دی، د لوی اختر مراسم پکې بې له کومې امنیتي پېښې ولمانځل شول.

په کندهار کې د طالبانو امنیتي کسانو سخت امنیتي تدابیر نیولي ول او د ښار په ډېرو برخو کې یې امنیتي چېک پوینټونه جوړ کړي وو.

ویل کیږي، د طالبان مشر د کندهار په مرکزي عیده ګاه کې د اختر لمانځه مراسمو کې ګډون کړی او خلکو ته یې وینا هم کړي، خو د کندهار خبریالان وایي چې هغوی ته عیدګاه ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړل شوي.

په افغانستان کې د لوی اختر لمونځ په عیده ګاو او لویو جوماتونو کې ادا شو.
په افغانستان کې د لوی اختر لمونځ په عیده ګاو او لویو جوماتونو کې ادا شو.انځور: Nazir Ahmad Qadri

د کندهار ښار د نهمې حوزې یوه اوسیدونکي محمد عارف دویچه ویله ته وویل، چې د کندهار پر چوکونو د اختر  په اوله ورځ سختۍ تلاشۍ روانې وې.

نوموړی وایي، په جومات کې ملاامامانو د خلکو ترمنځ په یووالي او سولې ټینګار وکړ: »خلکو په خوشالۍ سره د لوی اختر لمونځ ادا کړ. ملا امام خلکو ته وویل، چې په خپلو کې مینه، ورورولي او یووالي وکړي.»

په خوست کې هم خلکو د اختر لومړۍ ورځ په خوښۍ سره پیل کړه.

د خوست یوه اوسیدونکي سیدروف دویچه ویله ته وویل، چې په سخت حالت کې بیا هم خلکو د خوښۍ احساس کاوه او د اختر تر لمانځه وروسته ټول یو او بل ور تر غاړې شول: «دا چې په وطن کې عموم په خلکو کې مایوسي خپره شوي، خو ما نن د اختر په مراسمو او لمانځه کې خلک ولیدل چې په څیرو کې يې خوشالي لیدل کیده. که خدای کول، انشاالله چې د اختر په برکت به په خلکو کې خوشالي او هیلې ځای ونیسي.»

په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ پرمهال غربت ډېر شوی او خلک په سختو اقتصادي ستوونزو کې ژوند کوي.  خلکو د قربانۍ مراسم هم ترسره کړل.

د کابل یوه اوسیدونکي نورالله دویچه ویله ته وویل چې دوی د لوی اختر قرباني وکړه او پر هغو خلکو به د قربانۍ غوښې وویشي، چې په لوی اختر کې یې قرباني نه وي کړي.

په تېرو دوو کلونو کې دا څلورم اختر دی چې افغانان یې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې لمانځي.