1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر بهرنیو اسعارو بندیز

۱۴۰۰ آذر ۲۳, سه‌شنبه

د طالبانو د رئیس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنیفي وايي، افغانۍ به بیرته ثبات پیدا کوي او په هيواد کې به په هر ډول راکړه ورکړه کې د بهرنیو اسعارو پر استعمال بندیز لګوي.

https://p.dw.com/p/44Fxz
Afghanistan Kabul | Krise | Geldwert
انځور: Saifurahman Safi/Xinhua/picture alliance

نوموړی د افغانۍ بې ثباتۍ یو لامل د قاچاقبرو له لورې د ډالرو قاچاق او اوازو خپرول په ګوته کوي.

په وروستیو ورځو کې افغانۍ د بهرنیو اسعارو په ځانګړي توګه د ډالرو په مقابل کې په بې ساري توګه ولوېده، چې تېره ورځ یو ډالر د افغانستان د صرافۍ په بازارونو کې په ۱۲۶ افغانۍ تبادله کیدو.

وروسته له هغې چې په ټولنیزو رسنیو کې په دې اړه د خلکو سخت غبرګونونه راپورته شول، اوس طالب حکومتي مشران د افغانۍ د بېرته ثبات له پاره د هڅو خبر ورکوي.

نن سه شنبه ناوخته د طالبانو د رئیس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنیفي د افغانستان بانک له مسؤلینو سره په یو خبري کنفرانس کې خبر ورکړ چې له دې وروسته په هيواد کې د بهرنیو اسعارو پر استعمال بندیز لګوي او هر ډول راکړه ورکړه به یوازې په افغانیو ترسره کیږي: «د هر ډول بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه منع ده، ټولو امنیتي ارګانونو او ټولو والیانو ته دا دنده سپارل شوې ده چې هر څوګ د دې پریکړې په عملي کولو کې خپل مسؤلیت ترسره کړي. موږ له مختلفو لارو نه هڅه کوو او انشاالله په ټول افغانستان کې به دا پریکړه عملي کيږي.«

حنیفي وایي، د افغانیو په بې ثباتۍ کې د ډالرو یو شمېر قاچاقبران لاس لري.

Russland I Konferenz mit den Taliban in Moskau
د طالبانو د رئیس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنیفي (کيڼ لور)انځور: Sergei Bobylev/TASS/dpa/picture alliance

نوموړي که څه هم مشخص نه کړل چې دا قاچاقبران څوګ دي او ډالر چیرې قاچاقيږي، خو زیاته یې کړه چې هغوی [د ډالرو قاچاقبرانو] د دې ملت پر ضد کار کړی، هغوی مجرمین دي او اسلامي امارت یې د نیولو له پاره اقدامات شروع کړي دي چې ژر به یې د قانون منګولو ته وسپاري.

حنیفي زیاته کړه: «موږ ته مالومه شوې ده، چې د افغانیو په بې ثابتۍ کې یو څه د قاچاقبرو لاس او د دوی اوازو خپرول ول. موږ په دې هکله ځینې ګامونه اخیستي دي او انشاالله عملي کوو به یې. نور به قاچاقبرو او مجرمینو ته وخت نه ورکوو، چې زموږ پر ملت باندې داسې ظلم وکړي، هغوی نیسو او قانون ته یې سپارو.«

عبدالسلام حنیفي زیاتوي، د افغانیو د ثبات له پاره هڅې روانې دي او ژر به افغانۍ د بهرنیو اسعارو په مقابل کې بیرته عادي حالت ته وګرځي.

دغه لوړپوړی طالب چارواکی دغه راز د ملګرو ملتونو له لوري له افغانستان سره د نغدو پیسو مرستې یادونه کوي، چې یوه برخه پیسې یې هيواد ته رارسېدلي: «د ملګرو ملتونو له خوا د فزیکي ډالرو راتګ شروع دی، نن هم یو برخه ډالر رارسېدلې دي، د افغانستان بانک له خصوصي بانکونو سره کار کوي او د مستحقینو په رسولو کې به همکاري کیږي. په دې هلکه موږ له نړیوالو مؤسساتو سره هم په اړیکه کې يوو.«

د طالبانو د رئیس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر له نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان د کنګل شوي پیسو د ازادیدو غوښتنه کوي. نوموړی وایي، که دا پیسې ازادې نه شي په افغانستان کې به یو ستر بشري ناورین رامنځته شي. هغه وایي: «کومې پیسې چې وې دا د اشرف غني وې که د افغانستان ملت وې، دا امریکا ولې بندې کړي، نړیوال ولې ورته نه وایي، چې دا پیسې خو د افغانستان د ملت دي او باید دا پیسې بیرته خوشې شي او راکړل شي. په افغانستان کې وضعیت ورځ په ورځ خرابیږي او کوم ملک ته چې نیستي راځي، امنیتي او نور مشکلات زیږوي، چې دا بيا نړۍ او ګاونډیو ته مشکلات پیښیږي.«

افغانان بیا د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د افغانۍ بې سارې ټيټیدو سخت اندیښمن کړې دي او وایي چې د افغانیو د ارزښت په لږيدو سره د خوراکي او نورو اړینو توکو بیې هم ډېرې پورته شوي دي.