په افغانستان کې د خارجي اسعارو او طلا بيې لويدلي
۱۳۹۸ اسفند ۱۰, شنبهد کابل په شهزاده مارکيټ کې د صرافانو د اتحاديې پخواني مشر او اوسني غړي، امين جان خوستي دويچه ويله ته وويل چې د شنبې په ورځ (د فبروري ۲۹مه) يو ډالر د افغانيو په مقابل کې تر ۷۴،۹۰ پورې راښکته شو خو مازديګر مهال يو څه بيرته لوړ شو او په ۷۵نيم شاوخوا کې ودريد. د خوستي په وينا تر دې وړاندې يو ډالر په ۷۷ افغانيو وو.
خوستي د ډالرو د بيې د ټيټيدو په اړه وويل: «د دې علت په دوحه کې د سولې د تړون خبرې دي.» امين جان خوستي زياته کړه چې دا د تير يوه کال په جريان کې د افغانيو په بدل کې د ډالرو د بيې بيساری ټيټيدل دي.
د هرات ښار په خراسان مارکيت کې د صديقي صرافۍ د شنبې په ورځ د افغانستان په وخت دمازديګر ۵ بجې دويچه ويله ته وويل چې اوس په هرات کې د يوه ډالر بيه ۷۵ اعشاريه ۱۰ افغانۍ ده.
د بهرنيو اسعارو د بيې د لويدو ترڅنګ د طلاو بيې هم لويدلي دي.
د کندز ښار اوسیدونکی شکورالله وفا چې د طلاوو کارو بار کوي وايي چې د شنبې شپې راهيسې د طلاو نرخ هم ډير راټيټ شوی دی. وفا وويل: «د تيرې دوشنبې په ورځ يو اُنس طلا (۳۱ اعشاريه ۱۳۵ګرام) په ۱۶۸۰ ډالره وو، خو له تيرې شپې راهيسې ۱۵۸۶ ډالرو ته راښکته شوی دی.»
وفا وايي د طلاو دغه نرخ نړيوال دی. هغه په دې باور دې چې د سرو زرو د بيې د لويدو دليل هم د افغانستان د سولې له تړون سره تړاو لري. هغه په دې اړه وويل: «بله داسې کومه خبره نه ده شوې، علت يې همدا د سولې تړون دی.»
امين جان خوستي وويل چې تر ډالر علاوه، د نورو بهرنيو اسعارو بيې، لکه يورو، تومن، کلدارې هم د افغانيو په مقابل کې رالويدلې دي.
خو افغان سوداګر وايي چې افغانستان يو مصرفي هيواد دی او ډاډه نه دي چې د افغانيو اوسنۍ بيه دې په خپل ځای پاته وي. خوستي په دې اړه وويل: «زه فکر کوم چې افغانۍ به ډير ژر دغه بيه بيرته له لاسه ورکړي.»
د هغه په وينا په وروستيو کې د افغانستان په ختيځو او جنوبي ولایتونو کې د کلدارو کارونه ډيره لږ شوي او خلک په افغانيو راکړه ورکړه کوي چې دغې موضوع هم د افغانۍ په ارزښت کې مرسته کړې ده.
د امين جان خوستي په خبره د افغانستان بانک هره اوونۍ درې ځله د ۲۰ او ۳۰ ميليونو تر منځ ډالر بازار ته عرضه کوي تر څو يې د افغانيو بيه د خارجي اسعارو په مقابل کې ثابته ساتلي وي.