1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تاو تریخوالي د کمیدو موده د فبرورۍ له ۲۲مې پیلیږي

۱۳۹۸ اسفند ۲, جمعه

د یوه افغان چارواکي په وینا د طالبانو، امریکا او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د «تاوتریخوالي د کمیدو موده» په ځایي وخت د شپې له ۱۲ بجو څخه پیلیږي. دا اقدام د طالبانو او امریکا ترمنځ د احتمالي تړون تر لاسلیکدو مخکې کیږي.

https://p.dw.com/p/3Y6s9
Afghanistan Taliban feiern Waffenstillstand mit Einwohnern in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل، د فرانسې خبرې آژانس ته ویلي: «د تاو تریخوالي کمیدل د فبرورۍ له ۲۲مې نېټې څخه پیلیږي او یوه اوونۍ به دوام وکړي.»

د فرانسې خبري آژانس روښانه کړې ده چې طالبانو یې په دې اړه پوښتنو ته په سملاسي ډول غبرګون نه دی ښوولی او امریکایي ځواکونو هم په دې هکله له تبصرې کولو ډډه وکړه.

که چیرې د تاوتریخوالي د کمیدو اوونۍ په بریالۍ توګه عملي شي نو دا به د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړې په جریان کې یو تاریخي ګام وي او د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د احتمالي تړون لاسلیکدو ته به لاره هواره کړي.

له یوه کال څخه زیاته موده کیږي چې امریکا متحده ایالات له طالبانو سره مذاکرات کوي، څو یو تړون ته ورسیږي چې له افغانستانه به د امریکایي ځواکونو وتلو ته لاره هواره کړي او په بدل کې به یې طالبان د دې ژمنه وکړي چې د افغانستان خاوره به د نورو هیوادونو پر وړاندې د تروریستي بریدونو له پاره نه کارول کیږي.

د تاو تریخوالي کمښت به دا وښيې چې طالبان پر خپلو جنګیالیو کنترول لري او د یوه احتمالي تړون ترمخه به خپل ښه نیت وښيي. د رپوټونو له مخې که چیرې دغه تړون لاسلیک شي نو پنتاګون به په افغانستان کې له خپلو شا او خوا ۱۳۰۰۰ عسکرو څخه نیمایي یې له دغه هیواده وباسي.

افغان چارواکو یاد خبري آژانس ته ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ تړون ښایي د فبرورۍ په ۲۹ په دوحه کې لاسلیک شي، خو دا هر څه د تاوتریخوالي د کمیدو مودې بریالیتوب پورې تړلي دي.