1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې بي کيفیته درمل

۱۳۹۸ آبان ۳, جمعه

په افغانستان کې ډيری خلک له هغسې ناسمو درملو څخه سر ټکوي چې تر ډيرې کچې پورې له پاکستان څخه راځي. دوی وايي د کمزوری اقتصاد له کبله خلک بی کیفیته ارزانه درمل اخلي چې روغتیا ته یي زيان رسوی.

https://p.dw.com/p/3Rwe1
Medizin Ausstellung in Kabul
انځور: DW/Hussain Sirat

په افغانستان کې خلک وایې، چې بې کيفيته درمل يې روغتيا ته زيان رسوي. د کابل په ښار کې د ثنا روغتون ډاکټره سوما سادات وايې: »موږ خپل پايواز ته د ناروغۍ له پيژندنې سره سم درمل ورکوو، خو ډير کله د درملو کيفیت ښه نه وي، نو د دوی پر بدن ښه اغيز نه کوي او دوی خپله روغتيا نه تر لاسه کوي.»

 نوموړې ډاکټره تر ټولو زيات سم درمل مهم ګڼي او دا چې بايد ناروغ د ډاکټر له لارښوونې سره، سمو درملو ته لاس رسی ولري، تر اخره يې وخوري او په نیمايي کې يې پرې نه ږدي.

ډيری خلک وايي چې دغه ډول درمل له پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کيږي او دوی يې پر خپلې روغتیا ناوړه اغیز تجربه کړی دی.

 د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ اوسیدونکې سايره مومند هم د خپل حال په اړه وايې: «زه ډيره ناروغه وم، ډاکټر ته ولاړم، د درملو له خوراک سره پر ځای د دې چې ناروغي مې ښه شي لا مې حالت خراب شو. بيا وروسته د نور علاج له پاره پاکستان ته ولاړم، هلته راته ډاکټر له معاينې وروسته هماغه درمل راکړل کوم چې مې په کابل ښار کې له ډاکټر څخه نسخه اخيستې وه:« سايره مومند وايې په درملتون کې مې پوښتنه وکړه چې دغه درمل خو مې په خپل هیواد کې اخیستې وو او کومه ګټه يې نه ده کړې. په درملتون کې يې راته وویل: «دغه درمل اصلي دي او تاسي ته چې درځي هغه ناسم درمل دي، هغه ستاسې د خپلو سوداګرو په فرمايش جوړيږي، يعنې دا چې پر درملو د ښې کمپنۍ په نوم لګولو سره بې کيفیته درمل جوړوي او افغانستان ته يې ليږي.»

د سايرې په خبره ورته ډيره ستونزمنه ده چې د ناروغېدو پر مهال دوی چيرته ولاړ شي او له چا څخه مرسته وغواړي، ځکه چې اصلي ستونزه دا ده چې د دغه ډول ناوړه درملو مخه نه نيول کيږي. له ډيرو کلونو راهیسې د ناسمو درملو په اړه نيوکې کيږي، خو تر اوسه په دې تړاو مسئولينو کوم اغيزمن ګام نه دی پورته کړی.

د جلال آباد ښار اوسیدونکې محبوبه سعید هم د ناسمو درملو ناوړه اغيز ته ګوته نيسي او وايي چې دوی د ناروغتيا پر مهال حيران وي چې څه وکړي. ځکه ډير کله د درملو اغيز ښه نه وي او پر ځای د دې چې ناروغ روغتيا تر لاسه کړي لا يې حالت کړکيچن شي.

Tabletten Symbolbild Versandverot für rezeptpflichtige Medikamente geplant
انځور: Getty Images/AFP/F. Fife

محبوبه وايې: «کله چې ناروغه شوو، نو لاره راڅخه ورکه شي، ځکه تر ډيره په درملو سره سړی نور هم ناروغه شي او روغتيايي حالت يې لا خراب شي.»

د ناسمو درملو مخنيوي په موخه مقررات

د دغو څرګندونو په تړاو بیا د عامې روغتیا وزارت د وياند مرستیال ښاغلی توحيد شکوهمند وایي: «په ټوليزه توګه موږ دا خبره نه ردوو، ځکه افغانستان له خپلو ګاونډيو سره اوږده پوله لری. د ناامنۍ روان حالت مرسته کړې چې بې کيفیته خوراکي توکي او درمل هیواد ته قاچاق شي.»

د ده په خبره موږ په تيرو دوو کلونو کي د درملو کتنې او ارزونې له پاره مسئولين ټاکلي،چې په درملتونونو کي درمل کنترول کړي او که څوک ناسم درمل پلورۍ ورته د مقراراتو له مخې سزا ورکړي.

په ټولنه کې د سالمو انسانانو د ژوند له پاره تر ټولو اړينه مسئله د دوی د سالم بدن ساتنه په سمو صحي خدمتونو سره کيږې. ډاکټره سوما سادات يې وجه په هيواد کي د بيوزلۍ او فقر له کبله ګڼي او وايې چې موږ ناروغ ته نسخه ورکوو او دوی هغه درمل رانیسي چې ارزانه وي: «دا سمه ده چې ناسم درمل د انسان بدن ته زيان رسوي او دلته د ډيری خلکو اقتصاد ډير کمزوری دی، نو ځکه هغه درمل رانيسي چې ارزانه وي او ښکاره خبره ده،چې بې کيفیته درمل ارازنه وي.»

د ډاکټرې سوما سادات په خبره درمل بايد د روغتيا وزارت له خوا کنترول شي. په دې اړه د عامي روغتیا وزارت مرستيال وياند ښاغلی شکوهمند وايي: «موږ په تيرو پنځه کلونو کې د ناسمو درملو د مخ نيوي له پاره د پام وړ کار کړی دی. تر پنځه سوه هغه شرکتونه چې له بهر څخه يې دغه درمل راوړل او يا یې دننه تولیدول، له هغو څخه مو جوازونه اخيستي. دوه کاله وړاندې مو د درملو زنځيره يې طرحه رامنځ ته کړه. يوازی په کابل ښار کي له ۱۲ څخه ۱۵ زنځيرې رامنځ ته کړې، چې په هره يوه کې ۶۰۰ درملتونونه راځي. دوی په درملتونونو کې درمل کنترولوي. دا په ټول هيواد کي عملې کيږي.»

د شکوهمند په خبره چې زموږ ټيمونه هره ورځ د ولایتونو او ولسوالیو په کچه کنترول کوي او موږ د ناسمو درملو د منځه وړلو له پاره يو کمپاين په لاره اچولی چې تر اوسه دوام لري. د جلال آباد ښار اوسیدونکې محبوبه سعید بيا وایي چې د ناسمو درملو پلورل دې په درملتونونو کې بند شی او پلورونکو ته يې باید سزا ورکړل شي.

هاجره حرکت