1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې تر ۲۰۰۵م ماډل کښته موټرو پر واردولو باندې بندیز

۱۴۰۲ فروردین ۳۰, چهارشنبه

طالبانو د یوې اعلامیې په صادرولو سره امر کړی دی چې وروسته تر دې افغانستان ته تر ۲۰۰۵م کال ښکته ماډل موتر واردېدلای نه شي.

https://p.dw.com/p/4QHpz
Afghanistan Herat nach Bombenexplosion
انځور: AFP

په دې اعلامیه کې چې تازه د طالبانو د مالیې وزارت له خوا خپره شوې، راغلي دي چې دا پرېکړه د اقتصادي کمېسیون او د طالبانو د کابینې په منظورۍ سره ترسره شوې ده.

طالبانو په یاده اعلامیه کې ویلي دي: «هيوادوال کولای شي وروسته تر دې په قانوني توګه له ۲۰۰۵م ماډل وروسته د ۲۰۰۵ له وروستيو تر ۲۰۲۳م ماډلونه پورې چې د افغانستان له ترافیکي سیستم سره سم وي، په قانوني توګه هيواد ته وارد کړي.»

اړوند مطلب:په کابل کي بې اسناده موټر سايکلونه راټوليږي

همدارنګه په اعلاميه کې زیاته شوې ده چې افغانستان ته تر ۲۰۰۵ ماډل کښته (۲۰۰۴،۲۰۰۳،۲۰۰۲) موټرو ته به په جدي توګه د واردلو اجازه نه ورکول کېږي. په ورته وخت کې په افغانستان کې د موټرو کاروباریان بیا بیل نظرونه لري.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

په هرات ولایت کې د موټرو یو سوداګر آرین دویچه ویله ته وویل: «موږ د دې پرېکړې هرکلی کوو، ځکه تر ۲۰۰۵م څخه ښکته ماډل موټرې هم زړې دي او هم یې د لوګي له کبله چاپېریال ککړ کېږي او باید یې د واردولو مخه ونیل شي.»

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

خو د نیمروز ولایت له زرنج ښار څخه صفي الله چې د موټرو کاروبار کوي دویچه ویله ته وویل: «د افغانستان ډېر اوسېدونکي له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د دې توان نه لري چې لوړ ماډل موټر وپېري ځکه له ۲۰۰۵م څخه د لوړ ماډل موټرو ګمرکي محصول زیات دی او په لوړ قیمت په بازار کې خرڅېږي.»