1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې به د ښځو پر کارکولو بنديز پای ته ونه رسيږي»

۱۴۰۱ اسفند ۲۳, سه‌شنبه

د آلمان د خيريه سازمان کاريتاس د مشر اوليور ميولر د اټکل له مخي به په افغانستان کي د بشري مرستو په برخه کي د ښځو پر کار کولو بنديز همداسي دوام ولري. د هغه په خبره د افغانستان خلک بايد يوازي پرې نه ښودل سي.

https://p.dw.com/p/4Odpx
Afghanistan | Stefan Recker Leiter des Caritas-Büro in Kabul
انځور: Hamdard/Welthungerhilfe

د آلمان د خيريه سازمان کاريتاس د نړيوال مرستو مشر اوليور ميولر افغانستان ته تر خپل سفر وروسته وويل: «سړی بايد نوره هيله ونه لري چي دغه بنديز به له منځه ولاړ سي. خو اوس خبره پر دې ده چي د يوې روغي جوړي له پاره څه شي پر ځان ومنو، ترڅو خلک يوازي پرې نه ږدو او په کومو برخو کي خپل کارته دوام نه سو ورکولاي؟»

ميولر وويل: «بشري مرستي به تر پوښتني لاندي رانه سي، موږ به پرته له ممانعته خپل کارته دوام ورکړو. خو د ښځو پر کار باندي بنديز يو ستر محدويت دی او د ښځو وضعيت ډير خراب دی.»

Spendenaufkommen von Caritas International
د کاریتاس د مرستندویه سازمان مشر اولیور میولرانځور: Philipp von Ditfurth/picture alliance/dpa

په افغانستان کي واکمنو طالبانو په دسمبر مياشت کي د بشري مرستو په برخو کي د ښځو د کارکولو بنديز د نورو ترڅنگ د حجاب پر نه مراعاتولو پوري مربوط وباله. ابتداييه ښونځيو ته تگ او په روغتيايي برخو کي د ښځو کارکول له استثنااتو څخه دي

ميولر څرگندوي: »دغه ډول بنديز په مختلف ډول تعبيريدای سي.« دلته بايد مشخص سي چي کومي پروژې په صحي برخو کي شامليږي. دا کار د سيمه ايزو چارواکو سره په موافقت ترسره کيږي. د ميولر په خبره »د خوراک او روغتيا ترمنځ اړيکه واضح ده، د هغو ترمنځ د سرحد ټاکل د هرچا په نظر بل ډول دي.»

کاريتاس: په افغانستان کې وضعیت هيڅکله دومره خراب نه وو

خو بيا هم مرکزي حکومت له خپلو سختگيريو سره نه سوای کولای هرځاي ته ولاړ سي او خپلي کړنلاري عملي کړي. په څه ناڅه يو پر دريمه برخه ولايتونو کي داسي فرصتونه موجود دي چي ښځي تر ځانگړو شرايطو لاندي ځيني وخت د اړمنو کسانو تر فشار لاندي راځي. خو بيا هم د سيمه ايزو چارواکو ژمني په شفاهي ډول وي او هر وخت کولاي سي ورباندي پښيمانه سي.

ميولر بيريږي چي د بشري مرستو په برخه کي به ښځي له پامه وغورځول سي. که څه هم چي نارينه له دغه ډول بنديز څخه انديښمن دي خو دا چي »هرڅه بايد په ښځو پوري مربوط وي، په دې برخه کي د هغوي اراده يوډول نه ده« له همدې کبله کاريتاس له نورو همکارو سازمانو څخه هم غوښتنه کوي چي د امکان ترحده خپلي ژمني عملي کړي.

آیا طالبان ښځینه دولتي کارکوونکو ته معاش ورکوي؟

په افغانستان کي په يوه سخت بشري بحران کي چي د اولس دوه پر دريمي برخې د ژوندي پاته کيدو له پاره مرستو ته اړتيا لرله، تر ۴۰ کلن ماموريت وروسته، نوموړي سازمان نه غواړي له دغه هيواده ووزي: «داسي خاليگاوي سته چي موږ يې استعمالولاي سو او موږ مجبور يو. دا ډيري نه دي خو هغوي موجودي دي.»

GP/NZ/AG