1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې به د امريکايي ځواکونو محدود شمير پاتې شي»

۱۳۹۸ آذر ۲۱, پنجشنبه

يوه لوړ پوړي امريکايي پوځي چارواکي کانگرس ته ويلي دي چې پنتاگون په افغانستان کې د خپلو عسکرو د راکمولو په موخه پر ځينو انتخابونو غور کوي. د هغه په خبره په دې کې د ترهگرۍ ضد ماموريت د عسکرو شمير کمول هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/3UfnB
Afghanistan US-Soldaten in der Provinz Logar
انځور: Reuters/O. Sobhani

د امريکا د پوځ د گډو ځواکونو مشر جنرال مایک ميلي، د چهار شنبنې په ورځ کانگرس د وينا پر مهال د عسکرو بالقوه شمير واضح نه کړ خو دا خبره یې تائيد کړه چې په افغانستان کې له ترهگرۍ سره د مبارزې د عسکرو د شمير پر راکمولو غور کيږي.

هغه زياته کړه: «موږ څو انتخابه لرو چې دغه یې يو دی.» امريکا متحده ايالات دمگړۍ په افغانستان کې ۱۳۰۰۰ سرتيري لري چې تقريباً ۵۰۰۰ یې په ترهگرۍ ضد ماموريت کې برخه لري. پاتې یې د ناټو د «پريکړنده مامويت» په چوکاټ کې د افغان ځواکونو پر روزنه او د هغوی پر مشاورت بوخت دي.

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزير مايک اسپر چې د مايک میلي ترڅنگ یې کانگرس ته معلومات ورکول، وويل چې امريکايي ځواکونه بايد پر دې سربیره هم چې له طالبانو سره د سولې د تړون د رامنځته کولو هڅې رواني دي، پر ترهگرۍ ضد جگړه تمرکز ولري.

هغه وويل: «موږ په افغانستان کې د ترهگرۍ ضد يو مهم ماموريت لرو. دا په دې معنی ده چې موږ بايد دا ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان هیڅکله بيا د ترهگرو په ځاله نه بدليږي چي امريکا ته خطر وي.»

US-Militär: General Milley
جنرال مارک ميلي، د امريکايي ځواکونو لوی درستیزانځور: Reuters/E. Scott

هغه وويل چې قوماندانونو یې ده او ميلي ویلي دي چې امريکا په افغانستان کې د عسکرو د شمير پر کمولو سربيره هم د ترهگرۍ ضد ماموریت پرمخ وړلی شي.

ايسپر په دې څرگندونو سره چې «زه په افغانستان کې د عسکرو د شمير کمولو ته ليوال يم» وويل چې د هغو عسکرو يو شمير یې چې اوس په افغانستان کې ميشت دي، کيدلی شي د نړۍ په نورو برخو کې په دندو وگمارل شي، څو له روسیې او چین سره د بالقوه  جنجالونو له پاره د امريکا چمتووالی لا تقويه شي.

اسپر همدا راز وويل چې هغه په ټوله نړۍ کې د امريکا د پوځي ماموريتونو ارزونه کوي څو په دې اړه پريکړه وکړای شي چې څومره شمير عسکر په دې توگه له سره ځای پر ځای کيدلی شي.

bs/nz (ap)