1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې ادبي غلاوې ولې يو دود ګرځېدلى؟

۱۳۹۹ خرداد ۲, جمعه

په هېواد کې د ليکوالانو او خبريالانو ليکنې، رپوټونه، څېړنې، کتابونه، شعرونه او داسې نور غلا کيږي او غلاکوونکي يې پر خپل نوم نشروي. دې سره د ليکوال هڅه او ليکنه تر پښو لاندې کيږي او اصلي څښتن يې معلوم نه وي. ولې داسې ده؟

https://p.dw.com/p/3cc1i
Themenbild Bücher
انځور: utemov - Fotolia.com

په غزني ولايت کې يو تن خبريال محمد آصف حسيني وايي چې په دې ولايت کې زياتره هغه خلک چې ټولنيزو رسنيو کې فعاليت کوي او دلته ځينې راډيوګانې او ټلويزيونونه هم زموږ رپوټونه او خبرونه غلا کوي او په خپلو رسنيو او ټولنيزو شبکو کې يې خپروي.

ښاغلي حسيني په دې هکله زياتوي: «لکه څرنکه چې زه د رسنيو په ډګر کې عملا کار کوم،‌ پوهيږم چې په سلګونه رپوټونه او د خبرونو متنونه يې زما له رسنۍ څخه غلا کړي او خپلو رسنيو کې يې پر خپل نامه نشر کړي، حتى زما کليپونه هم له سايټونو څخه داونلود شوي پرته له دې چې له ما نه اجازه واخيستل شي. هغه په رسنيو کې خپاره شوي دي او زما هغه انځورونه چې خپلې رسنۍ ته مې ليږلي له سايټ څخه اخيستل شوي او غلا کوونکو خپلې لوګوګانې او مارکونه زما په انځورونو باندې وهلي. خلکو ته يې داسې ښکاره کړې چې دوى خپله دغه زيار ايستلى.»

غزني ولايت کې مېشت شاعر او ليکوال نعمت الله افغان هم خپل نظر له دويچه ويله سره شريک کړ او د ادبي‌ غلاوو د ستونزې په هکله وايې:

Afghanistan Ghazni Capital of Islamic Culture in 2013
«په غزني کې زياتره خلک چې ټولنيزو رسنيو کې فعاليت کوي او ځينې راډيوګانې او ټلويزيونونه زموږ رپوټونه غلا کوي» انځور: DW

«اکثره تنکي ځوانان ليکنو او د شعر دکلمې ته ليواله وي. زياتره دغه کسان د ليکوالۍ وړتيا نه لري او په ټوله کې دوى د نورو شاعرانو، ليکوالانو او خبريالانو ادبي ټوټې او ليکني کاپي کوي او له خپلو آدرسونه څخه يې خپروي، هغه هم پرته له دې چې ليکوالان او شاعران دوى ته اجازه ورکړي.»

نعمت الله افغان د خپلو اثرونو د غلا نمونې هم په ګوته کوي او داسې وايې: «زما زياتره ليکنې او شعرونه غلا شوي. د مثال په ډول څو مياشتي وړاندې ما يو غزل فيسبوک ته پورته کړى وو. خو وروسته له څو ورځو بيا وليدل شو چې لسګونو کسانو زما د غزل هغه برخه چې د شاعر تخلص پکې ليکل کيږي، په خپلو تخلصونو ډک کړی او خپل تخلصونه يې پکې پر ځاى ليکلي ول. له دا ډول پيښو سره زما نور ليکوال ملګري هم مخامخ شوي دي.»

ښاغلى افغان له ټولو هغه کسانو څخه غواړي چې بايد په خپلو هڅو او زيار سره ليکني او شاعري وکړي ترڅو په باطن کې يې معنوي شخصيت وده وکړي ځکه چې دغسې ظاهري غلاوې ورته ګټه نه رسوي.

نن اکثره کتابونه د پي ډي ايف په بڼه خلکو ته ليږل کيږي او دا تر اوسه هيڅ چا ته مالومه نه ده چې د ليکوال اجازه اخيستل شوې ده او که نه؟

Afghanistan - Druckerei in Kabul
ادريس وفا: د هيواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات د ادبي او هنري غلاوو په اړه خپل قوانين لري انځور: DW

غزني ولايت کې د ليکوالانو شورا غړى اسدالله جلالزى وايي: «په افغانستان کې بدبختانه ځينې دوستان ادبي سرقت کوي او له کولنو راهيسې دغه غلاوې روانې دي او د هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت عملي چاري په دې اړه نه دي پيل کړي او تر اوسه يې مخنيوى نه دى شوى.»

د ادبياتو محصل عبدالکريم د برښنايې کتابونو او سافټويرونو په اړه وايې: «دا چې د مطالعې دود پرمختګ کړى، خو موږ د سمې او نا سمې څېړنې او خبرې فرق نشو کولاى، ځکه نو د منبعې او ليکوال نوم نه اخيستل کيږي. په اوسنيو شرايطو کې خلک ددې لپاره چې د ټولنيزې رسنۍ پاڼې يې ډير ليدونکي ولري، نو له واقعيت څخه لېري خبرونه جوړوي او پر خپل فيسبوک پاڼو او يوټوبونو کې يې نشروي، چې موږ يې د سرچينې له سختو بحرانونو سره مخ کړي يو. اکثره د ليکوالانو کتابونه له هاردوير څخه سافټوير ته ټايپږي او د ليکولانو له اجازې پرته نشريږي.

د غزني ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ليکوالانو، شاعرانو، سندرغاړو، خبريالانو او په هنري دګر کې د هېوادوالو ستونزې مني او زياتوي چې ليکنې، راپورونه او په هنري ډګر کې د هنرمندانو هڅي د غلا کوونکو له خوا تر پښو لاندې کيږي او يادو زيارکښو او هېواد ته د خدمت کوونکو شخصيتونو معنوي ارزښت تر منفې اغيز لاندې راولي.

د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مشر ادريس وفا له دويچه وله سره په ځانګړي مرکه کې وويل:

Symbolbild Facebook | Fake News
«خلک ددې لپاره چې د ټولنيزې رسنۍ پاڼې يې ډير ليدونکي ولري، نو له واقعيت څخه لېري خبرونه جوړوي»انځور: picture alliance/AP Photo/A. Alfiky,

«د هيواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات د ادبي او هنري غلاوو په اړه خپل قوانين لري. خو په افغانستان کې د پوهې کچه هومره نه ده لوړه شوې چې ټول خلک دغه قوانين مراعات کړي. موږ په غزني ولايت کې د قدرمندو ليکولانو، خبريالانو او هنرپوهانو څخه هيله کوو ترڅو د قانوني او رسمي حق غوښتنې لپاره د اطلاعاتو او فرهنک رياست ته مراجعه وکړي تر څو د قانون له مخې مقرر شوي سزاوي لکه نقدي جريمه پلې او د غلا شويو آثارو لګښت له غلا کوونکي څخه بيرته اصلي څښتن ته وسپارل شي. په ټوله کې واړه قانوني لاري ورته هواري دي او موږ به هم خپل مسئوليت ادا کړو.»

ښاغلي وفا په خپلو وروستيو خبرو کې زياته کړه چې په پاکستان هېواد کې زموږ د ليکولانو اکثره کتابونه چاپيږي او هلته د اطلاعاتو او کلتور فعاليتونه پراخ نه دي چې مخنيوى يې وشي.

هره ورځ سلګونه او زرګونو کتابونو ته پر انټرنټي پاڼي خلک لاسرسى مومي خو د اصلي ليکوالانو له اجازې پرته نشر شوي وي چې ‌په ځينو کتابونو کې کمی او ډير والى هم ليدل کيږي.

محمد میرویس اسلمی، غزني

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: