1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي يخه هوا او د خلکو ستونزي

۱۴۰۱ دی ۲۶, دوشنبه

په افغانستان کي د واوري اورښت او یخي څپې سخت ځاني او مالي زيانونه اړولي دي. د هوا پېژندنې ادارې د وړاندویني له مخې د یخنۍ روانه څپه به د روانې اونۍ تر پایه په ځينو ولايتونو کي دوام وکړي.

https://p.dw.com/p/4MFb8
آرشیف: کابل یوه افغان میرمن ناسته خیرات ټولوي
آرشیف: کابل یوه افغان میرمن ناسته خیرات ټولويانځور: ALI KHARA/REUTERS

په افغانستان کي غربت، بېوزلي او سوړ ژمی هغه څه دي چې د ډېرو خلګو ژوند یې له ننګونو سره مخ کړی دی. له څو ورځو راهیسې د دغه هيواد په شمالي، غربي، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې هوا دومره سړه شوې چې ویل کیږې په ورستیو کلونو کي ېې ساری نه وو لیدل شوی.

دغي يخي هوا د ځاې اوسیدونکو او کوچیانو ترڅنګ تر ډېره هغه کورنۍ ځپلې چې د خپلو سیمو څخه بیځایه شوي دي.

بادغیس: د غیرمعمول سړې هوا له کبله يو شپون او څلور ماشومان تلف شوي

خان محمد د جوزجان ولایت اوسیدونکی چې د مهال په بادغیس کي د کډوالو په یوه پنډغالې کي ژوند کوي وايي چې خراب اقتصادي وضعیت، د سختي واوري ورښت د کافي خوړو او د سون توکیو نه شتون اندېښمن کړی چې ماشومان به ېې څه ډول روان ژمی وباسي:

«پر موږ سږکال ډیر بد ژمی راغلی تر خیمو لاندي ژوند راته ډېر سخت سوو تر سهار مو ماشومان، سپین ږیرې او سپین سري د یخ له لاسه دنګ دنګ کیږې. چې داسې ظالم یخ وي ګرم خواړه او سرپناه هم ونلري ماشومان دي درته تر سهاره ټوخیږي دا به نو کوم ژوند وي.»

د روانې میاشتې په پیل کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان سخت ژمی به سږکال د دغه هيواد د وګړو ژوند ستونزمن کړې.

د کندهار ولایت اوسیدونکی سردار محمد وايي په خپل ۶۰ کلن عمر کي ېې داسې یخ نه وو لیدلی او دا ژمی داسې وخت راغلی چې افغانانو ورته هیڅ امادګي نه لرله: «سږ ژمی ډېر سخت دی. ما په خپل عمر کي داسي یخ  نه وو لیدلی پخوا هم یخونه وهو خو خلګو ورته چمتووالی درلود اوس خلګ تر ډېره غربت ځپلې د ژمې آزوغه خو لا څه چې خلګ د خوړو ډوډۍ نه لري. خداې دې دا ژمې تیر کړې که اوږد سوو ډېر انسانان به تلف شي او خلګ به له ډېرو ستونزو سره مخ شي.»

د غور ولایت څخه را رسیدلې خبرونه ښې چې د یوشمیر ولسوالیو لويي لارې د مرکز چغچران سره تړل شوې او په فراه کي بیا سړې هوا د کروندګرو شنو فصلونو ته درانه مالي زیانونه اړولې دي.

په بادغیس کي زلزله ځپلي د ژمي په یخنۍ کي بې سرپناه دي

د افغانستان د طبیعي پیښو پر وړاندي د مبارزې ادارې ویاند صفې الله رحیمي دویچه ویله ته وویل چې سږ ژمې چې د یخنۍ او واوري اوریدو کچه یې لوړه ده، تر دمګړۍ هغه ارقام چې دوی ته وررسیدلې په ټول افغانستان کي ۱۶ انسانان او تر ۳۰۰۰ زیات څاروي د یخنۍ له امله مړه شوې دي.

هغه زياته کړه چې دوی اندېښمن دي چې که روانه یخني اوږدیږي ممکن تلفات تر دې هم زیات وي: «یخنۍ زیاتره ستونزي په بادغیس، جوزجان، فاریاب او غور ولایتونو کي رامینځ ته کړې، خو له دې سره سره چې د نړیوالو مرستندویه موسیسو مرستي د پخوا په پرتله کمې شوې بیا هم هڅه شوې چې لويي لارې خلاصي او اړمنو خلګو ته مرستي ورسیږې ځکه موږ د تیر ژمې څخه په تجربې یوشمیر مرستي لا مخکې په اړونده سیمو کي ‌ذخیره کړې وې.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه ټوېټ کې ویلي دي چې د طالبانو له خوا د افغان مېرمنو پر کار بنډیز پر اړمنو کورنیو د دوی د مرستو پر وېش اغېز کړی دی.

هاخوا ډاکتران واېې د یخنۍ له امله د ګازو او سکرو څخه د ګټي اخیستنې پر وخت دي خلګ ډیر زیات احتیاط وکړي، ځکه چې د مړو او مسمومه شوو کسانو شمیر سږ ژمي د تیرو کلونو په پرتله ډیر شوی دی.

په هرات کي متخصص ډاکتر آرین افغان واېې: «د افغانستان په ډېرو ولایتونو کي سږکال د ژمې په راتلو سره متاسفانه موږ ډیر داسې واقعات لرل چې لسګونه انسانان ګازو وژلې او سلګونه یې مسموم کړې دي چې دا کار هم د ډیرې یخنۍ له امله شوی.»

په افغانستان کې د سږني ژمي د يخي هوا له امله خلک په داسې حال کي له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي چې د طالبانو له واکمنۍ سره سم په دې هیواد کي ډیرو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.او بې کاره دي.