1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي سخته ګراني او د خلکو ستونزي

۱۴۰۱ فروردین ۱۹, جمعه

د کارونو نستوالی، کمزوری اقتصاد، د روژې میاشت او په افغانستان کي د خوراکي او غیر خوراکي توکيو نرخونه ورځ په ورځ لوړیږي. په ورته وخت کې یو شمیر کورنۍ د بې وزلۍ له کبله ان خپل اولادونه پلوري.

https://p.dw.com/p/49fkG
Afghanistan Verkehr Transport
انځور: Getty Images/AFP/A. Karimi

د یادو ستونزو له امله په افغانستان کي ان ځیني کورنۍ له اولادونو بې زاره دي. ځیني دغه هیوادوال وايي، کاشکي يې اولادونه نه درلودای، ځکه د دوی په خبره په دغه ګرانۍ کي د اولادونو په نس مړولو او تن پټولو پسي حیران دي.

د روزګان ولایت یو پخوانی دولتي کارمند چي نه غواړي نوم او ږغ يې خپور سي دویچه ویله ته وویل، شپږ اولادونه لري، خو اوس په بازار کي د خوراکي او غیري خوراکي شیانو د ګرانۍ له امله د اولادونو په مرګ خوشحاله دی.

هغه وايي، نه سي کولای چي په روزانه مزدوري خپل اولادونه په تن پټ او نس ماړه کړي: «زه د اولادونو تر سر تېر یم، ځکه اولادونه هغه وخت ښه دي چي پلار يې د پاللو توان ولري، خو زه يې په ۳۰۰ افغانیو روزانه مزدوري په نس نه سم مړولای او د تن پټولو خبره خو مي ګرسره هېره ده.»

عبدالرشید د بلخ ولایت اوسیدونکی هم وايي چي په خپله سیمه کي ډېري داسي کورنۍ ورته معلومي دي چي د ماښام پر ډوډۍ قدرت نه لري او روژه په اوبو ماتوي.

د نوموړي په قول، دولت، سوداګرو او دوکاندارانو ته په کار ده چي په دغسي ترینګلي اقتصادي حالت کي د عامو افغانانو پر حال زړه وسوځي.

Grenze Iran Afghanistan afghanische Arbeiter Abschiebung
انځور: picture-alliance/AP/M. Hossaini

هغه وايي: «په خدای داسي کورنۍ سته چي د ماښام پر ډوډۍ رانیولو قدرت نه لري، خو چي دوکاندار ته ودرېږې هرشي دونده په لوړه بیه درته یادوي، چي زړه به دي وچوي.»

د کابل ښار د احمد شاه بابا مېني یو دوکاندار علي محمد هم په بازار کي د نرخونو له ګرانۍ څخه سترګي نه پټوي، خو وايي له لویه سره دوی ته شیان په ګرانه بیه راځي او دوی اړ دي چي پر خلکو يې ګران وپلوري. د ده په خبره، که په ارازانه سودا رانیسي، نو پر رانیوونکو به يې هم ارازانه وپلوري.

دی زیاتوي: «داسمه خبره ده، خو زه به یو مثال درته ووایم هغه داچي ترمخه موږ یو کارټن چاکلیټ په ۱۲۰۰ افغانیو راوړی اوس هغه کارټن موږ ته په ۲۰۰۰ افغانۍ راکوي. اوس تاسي ووایاست، چي موږ يې په څو وپلورو؟»

خو د کابل ښاروالۍ د مطبوعاتي مسؤل نعمت الله بارکزی وايي چي د رئیس الوزرا دفتر په لارښوونه د نرخونو د کنټرول په موخه د «احتکار د مخنیوي اود بیو مهار» په نامه د کابل ښاروالۍ په مشرتوب یو کمېسیون جوړ سوی دی او هره ورځ نرخنامې ټاکو.

بارکزي دويچه ويله ته وويل: «موږ له سوداګرو نرخ اخلو چي سامانونه پرچون فروشانو ته په څو ورکوي، بیا پوښتنه کوو چي پرچون پلورونکو ته توکي په څو افغانیو ورکول کېږي او دوی څومره ګټه پر اچوي او په عیني حال کي د افغانستان له ټولو بندرونو څخه هم قیمتونه اخلو او ان له هغو هیوادونو څخه هم قیمت اخلو مثلا اوړه له ازبکستان څخه راځي هلته د بیو پوښتنه کوو، نو د دغو ټولو پوښتنو او پلټنو پر بنسټ هره میاشت او هره ورځ نرخنامي ټاکوو.»

د کابل پوهنتون د اقتصاد پخوانی استاد پوهنمل عصمت الله جمالزی وايي، که دولت غواړي، چي په رښتیاهم په بازار کي نرخونه مهار کړي، نو ورته په کار ده چي د افغانۍ پولي استحکام وساتي او د فابریکو بیا فعالیت ته ملا وتړي.