1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان؛ له نهادونو سره د همکارۍ توافقنامه لاسليک شوه

شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۱ تیر ۲۴, جمعه

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له نړیوال بانک سره د ۲۰ میلیون ډالرو د مشارکت یوه توافقنامه لاسلیک کړې ده چې موخه یې په افغانستان کې د بشري، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ملاتړ دی.

https://p.dw.com/p/4ECbg
Afghanistan Kabul | Wirtschaftskrise | Schlange für kostenloses Brot
انځور: Wakil Kohsar/AFP

د ملګرو ملتونو د پراختیایي چارو پروګرام (یو ان ډي پي) د پنجشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې له نړیوال بانک سره په افغانستان کې د لسونو غیر دولتي سازمانو له ملاتړ کولو له بهیر سره یو ځای شوی دی.

د دغې اعلامیې له مخې نړیوال بانک له بشر دوستانه، اقتصادي او ټولنیزو نوښتونو د پراخیدو له پاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي چارو پروګرام سره د ۲۰ میلیون ډالر یوه توافقنامه لاسلیک کړې ده.

دغه پروګرام د افغانستان په ۳۴ ولایتونو او ۸ زونونو کې غیر دولتي او مدني نهادونو تر پوښښ لاندې نیسي او اصلي هدف یې د دغو غیر دولتي، مدني سازمانونو ظرفیت لوړونه او د چټک اغیز پروژو څخه ملاتړ دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مرستیالې سورایو بوزوروکوفا، ویلي دي: «موږ د نړیوال بانک څخه په افغانستان کې د غیر دولتي سازمانو (ان ج اوز) او مدني نهادونو (سي اس اوز) سره د پیوستون ښوولو او د هغې د ودې له پاره له مرستې کولو چې اوس ته ورته ډیره اړتیا لري، مننه کوو.»

په اعلامیه کې راغلي دي چې د اقتصادي بیا روغاونې د ملاتړ په برخه کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د څو لسیزو تجربو او تخصص ته په کتو سره به دغه اداره ۴۰۰ غیر دولتي سازمانو او مدنې نهادونه د ژر رسیدنې د ظرفیت، ښکیلتیا او پروژې د طرحې له مخې غوره کړي.

د اعلامیې له مخې په افغانستان کې د اوږدې جګړې له کبله، غیر دولتي سازمانونو او مدني نهادونو د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د بشر دوستانه او پراختیایي خدماتو په وړاندې کولو کې مهم نقش لوبولی دی.

د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې ټینګار کړی دی چې د دغه پروګرام موخه د معلولیت لرونکو کسانو په شمول له آسیب پذیره او څنډه ته کړی شوو ټولنو ته د روغتیا، تعلیم، کرهڼې او خوړو د تامین په برخه کې خدماتو ته لاس رسی دی.

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل