په افغانستان کي د احتمالي جنگي جرمونو په اړه د مرستي غوښتنه
۱۳۹۸ فروردین ۱۳, سهشنبهپه دنهاگ کې د جزا نړيوالي محکمې مشر چيله ايبو اوسوجي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اپريل ۱ نيټه) په يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي دي چې د قتل عام او د بشريت ضد جنايتونو قربانيان دې مرستې او ملاتړ ته اړتيا لري.
د جزا نړيوال محکمه اوسمهال په افغانستان کې د احتمالي جنگي جرمونو له کبله د امريکا په اړه پلټنې کوي. په دقيق ډول هلته د امريکايي عسکرو او استخباراتي ادارو د کار کوونکو له خوا د زندانيانو د احتمالي ځورونو په اړه پلټنې مطرح دي.
خو امريکا متحده ايالات تل د جزا د نړيوالې محکمې پر کار سختې نيوکې کوي. دې محکمې په ۲۰۰۲م کال کې په کار لاس پورې کړ او په ټوله نړۍ کې د جنگي جرمونو، عام وژنې، بشريت ضد جنايتونو او د دولتونو پر خپلواکۍ د بريدونو د قضيو څېړنه کوي او مسئوليت لرونکي په جزا محکوموي.
د نړۍ ۱۲۳ هېوادونه یې غړيتوب لري خو امريکا متحده ايالاتو یې تر اوسه عضويت نه دی ترلاسه کړی.
د جزا د نړيوالې محکمې مشر ايبو اوسوجي وویل چې د محکمې ارزښتونه او هدفونو د «امريکا متحدو ایالاتو له ښو غریزو او ارزښتونو سره بشپړ اړخ لري.» هغه زياته کړه چې پخواني، ننني او د راتلونکي قربانيان د واشنگټن ملاتړ ته اړتيا لري. نوموړي د امريکا پر حکومت د هغه تړون د منلو غږ وکړ چې پر بنسټ یې د جزا نړيواله محکمه رامنځته شوې ده.
د امريکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د يوې وينا په ترڅ کې د دغه محکمې مشروعيت لغوه اعلان کړې وو. د مارچ مياشتې په نيمايي کې بيا امريکا په افغانستان کې د پلټنو له کبله د محکمې پر غړيو د يو شمير بندیزونو سره غبرگون وښود او د محکمې پر يو شمير غړيو یې امريکا ته د سفر بندیزونه ولگول.
B.S/N.Z (afp)