په اسرائیل کي د ټولنيز عدالت د نشتوالي پر ضد احتجاجونه وسول
۱۳۹۱ خرداد ۱۴, یکشنبهاعلان
په اسرائيل کي په زرونو انسانانو د کورنو د کرايو د زياتوالي او د ټولنيز عدالت د نشتوالي پر ضد احتجاجونه وکړل. د دغو احتجاجونو تنظیموونکو ويلي دي چي غواړي دغو نوو احتجاجونو ته د ۲۰۱۱ م کال د سترو احتجاجونو سره تړاو ورکړي.
د پوليسو په وينا په تازه احتجاجونو کي تر ټولو لوی احتجاج په تل ابیب کي تر سره سو چيري چي څه باندي ۵۰۰۰ انسانانو د ښار دننه لاريون تر سره کړ. په يروشلم کي څه باندي زرو انسانانو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو تر کور پوري لاريون وکړ. د ۲۰۱۱م کال د سپتمبر په څلورمه نېټه په ټول اسرائیل کي څه باندي ۴۵۰ زرو انسانانو د گرانۍ پر ضد په احتجاج کي برخه اخيستې وه.