1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په استرالیا کې د کرونا ویروس ضد واکسین آزموینې پیل شوي

۱۳۹۹ فروردین ۱۴, پنجشنبه

د استرالیا د ساینس ملي اداره به ‍‍په راتلونکو درو میاشتو کې د واکیسن له ‍پاره دوه کاندیدان و آزمويي.‌ په استرالیا کې دغه آزموینې د هغو نړیوالو هڅو یوه برخه ده چې هدف یې کرونا ویروس ته د درملو موندل دي.

https://p.dw.com/p/3aMaq
Impfung COVID-19
انځور: picture-alliance/AP/T. Warren

د استرالیا د حکومت ساینس پوهانو د کورنا ویروس ‍پر ضد واکسین د آزموینې لومړی ‍پړاو پیل کړی دی. د استرالیا د ساینس ملي ادارې د سه شنبې په ور‌ځ وویل چې دغه آزموینې ښایي درې میاشتې وخت ونیسي.

دغه آزموینې «د وبا پر وړاندې د چمتوالی نوښتونو» له نړیوالې ‍‍ډلې سره په ګډه ترسره کیږي. دغه ډله د ویروسي ناروغیو پر ضد د ژر واکیسن جوړولو په برخه کې کار کوي.

په دې ترتیب سره به نو په لومړي سر کې د واکسین له ‍‍پاره دوه کاندان چې اکسفورد پوهنتون او یوې امریکای‍ي کمپنۍ له خوا جوړ شوي دي و آزمويي. دغه دوه کاندان د روغتیا له نړیوال سازمان سره په مشوره انتخاب شوي‌ دي.

د عامو خلکو له پاره واکسین اوس هم ۱۸ میاشتې لیرې دی

د استرالیا د ساینس‍ پوهانو د ملي ‌ادارې اجرائیه رئیس ډاک‍‍ټر لیري مارشال،‌ په یوې بیانیه کې ویلي دي: «د استرالیا د ساینس پوهانو په ملي اداره کې د واکسین د کاندانو د آزموینې پیل د کوید-۱۹ پر وړاندې په مبارزه کې یو ډیر مهم ګام دی، چې یوازې ‍په استرالیا کې دننه او په نړیوال کچه د ګډ ‌کار په پایله کې ترسره کیږي.»

هغه زیاته کړې ده: «موږ به د دغه عام دښمن تر ناکامه کولو پورې خپل کار ته دوام ورکړو.»

اوس به نو ساینس ‍پوهان د ویروس موثریت د معلومولو او د تطبیق د تر ټولو ښې لارې د موندلو له پاره آزموینې وکړي. ‌بیا به نو روښانه شي چې واکسین د پیچکاري له لارې او که د قطرو په واسطه تطبیق شي.

د استرالیا د ساینس‍ پوهانو د ملي ادارې مشر روب ګرینفیل، بیا رویترز خبري آژانس ته ویلي دي ‌چې د کرونا ویروس پر ضد به هیڅ واکسین د راتلونکي کال تر وروستیو میاشتو پورې جوړ نه شي. ‌خو هغه دا هم ویلي دي چې پر انسانانو د ممکنه واکسینونو آزموینه ښايي په همدې میاشت کې پیل شي.

په امریکا کې هم ښايي پر انسانانو باندې د یوه احتمالي‌ واکسین آزموینې پیل شي. ‌اسرائیل هم د یوه واکسین د آزمویلو په حال کې دی.‌ پر دې سربیره بیا په زرهاو استرالیایي روغتیایي کارکوونکي د تبرکلوز له پار یو پخوانی واکسین آزمويي ‌چې روښانه کړي ایا د کرونا ویروس پر وړاند ګټور دی او که نه.

له بلې خوا بیا چینایي ساینس پوهانو هم ویلي دي چي ډیر داسې «انتي باډي» یې موندلي دي چې کیدای شي په راتلوکې کې ترې د کوید-۱۹ ناروغۍ په درملنه او یا یې هم په مخنیوي کې و کارول شي.

زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلی شئ!