1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپايي اتحادیه کې د پناه غوښتونکو ویش وځنډول شو

۱۳۹۶ بهمن ۶, جمعه

د اروپايي اتحادیي مشران په جون میاشت کې د «دبلین مقرراتو» د اصلاح پر سر پریکړه کوي. تر اوسه لا د پناه غوښتونکو د ویش موضوع ته کومه حل لاره نه ده موندل شوې. اوس اروپايي چارواکي غواړې د دې ستونزې د حل لارې لټول وځنډوي.

https://p.dw.com/p/2raGX
Frankreich Migranten in Calais
انځور: Getty Images/R. Stothard

په اروپايي اتحادیه کې ډیرې کمې موضوعګانې د مهاجرو د اجباري منلو په اندازه شخړه ییزې پاتې شوې دي. له همدې کبله له ۲۰۱۶ کال راهیسې د دوبلین د مقرراتو د اصلاح په برخه کې هیڅ کوم پرمختګ نه دی رامنځ شوی.

له دې کبله چې اروپا ته ډیری رسیدونکي پناه غوښتونکي لومړی یونان، ایټالیا او اسپانیا هیوادونو ته داخلیږي، نو دغه هیوادونه باید دې امکانات ولري چې د یوه میکانیزم له مخې د رسیدلو مهاجرو یوه برخه نورو اروپايي هیوادونو ته واستوي. دغه مهاجر باید نور اروپايي هیوادونه د یوه ویش له مخې ومني. خو د هنګري، پولند او اتریش په څیر هیوادونه له دغه ډول یوه میکانیزم سره سخت مخالفت لري.

د سهمیې له مخې د ویش موضوع له پامه غورځول

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمزیر، په حواله د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو د کورنیو چارو وزیران د بلغاریا په پلازمینه صوفیه، کې د خپلې ناستې پر مهال غواړي چې پر داسې موضوعګانو باندې بحث وکړي چې توافق پرې شونی دی. دیمزیر ویلي دي چې په دغو موضوعګانو کې د هویت د تشخیص او ګوتو د نښان د مقایسې په برخه کې پر اصلاحاتو باندې توافق شوی دی. هغه زیاته کړې ده چې پنځه نورې داسې موضوعګانې شته چې آلمان ورسره ډیره لیوالتیا لري. د پولو په ګډه ساتنه کې اصلاحات، د پناهندګۍ د شرایطو تنظیم او پناه غوښتونکو د منلو له پاره مقررات په دغو موضوعګانو کې شامل دي.

د پناه غوښتنلیک د منل کیدو او د منل شویو کسانو د کورنیو د الحاق په برخه کې هم باید اصلاحات رامنځ ته شي. دیمزیر د اروپايي ټولنې د پارلمان هغه وړاندیز چې له مخې یې په دې برخو کې حقوق پراخیږي، یو داسې سیاست بللی دی چې تر پلي کیدو مخکې نابوده شوی دی.

اوس نو پر دغو موضوعګانو باندې تر توافق وروسته، د جنجالي مسایلو پر سر بحث ته نوبت رسیږي. دیمزیر وایي چې آلمان په دې برخو کې پر خپل موقف ولاړ دی، خو «لومړی باید پر کوچنیو بستو توافق رامنځ ته شي او تر هغه وروسته بیا پر لویو موضوعګانو باندې په ګډه پریکړې وشي».

د اکثریت پریکړه، د سهمیې په بدل کې د پیسو ورکړه او که نابشپړ اصلاحات؟

د آلمان د کورنیو چارو وزیر دا هم ناممکنه نه بولي چې د خبرو اترو په پای کې دې بیا هم د اکثریت د پریکړې پر اساس یوه پریکړه وشي. دا په دې معنی چې پریکړه به بیا هم د هنګري، پولند او په احتمالي توګه د اتریش د موقف خلاف وي. خو د اکثریت دغه پریکړه به د «هسته یی حل لارې» په توګه په پام کې ونیول شي ځکه هغه به اروپايي سیاسي درز لا پسې ژوروي. د سلواکیا د کورنیو چارو وزیر رابرت کالیناک وایي چې «سهمیه بندي یو ښه کار نه دی.»

ديمزير ټينګار کوي چې په نورو سیاسی مسايلو کې هم د اکثريت له خوا تصاميم نيول کيږي، دغه تصاميم په اصل کي عادي دي او د عمل په ډګر کي له ناکامۍ سره مخ کيږي.

هنګري او پولند د اروپايي اتحاديې د کورنیو چارو د وزيرانو په لومړۍ غونډه کې د سهمیه بندۍ له مخې د پناه غوښتونکو له منلو څخه ډه ډه وکړه. هغه حقوقي دعوا چې اروپايي کمیسیون په اروپايي محکمه کې د پولند، هنګري او چک پر ضد وړاندې شوې وه لا تر اوسه تر بحث او ارزوني لاندې ده.

دغه محکمه په پای کې دغه هيوادونه نقدي جريمه کوي خو نه شی کولې چې دغه هیوادونه د پناه غوښتونکو قبلولو ته مجبوره کړي. په حقيقت کي پناه غوښتونکو د سهمیې د طرحې عملي کول ممکن نه دي.

يوازنۍ لار چې پاتې کيږي هغه د سهمیې په مقابل کې د پيسو ورکول دي. د ختيځې اروپا هيوادونه چې نه غواړي پناه غوښتونکي د سهميې له مخې ومني د هر يوه پناه غوښتونکي په بدل کي بايد یو مشخصه اندازه پيسې ګډ صندوق ته ورکړي او يا هم د اروپايي اتحاديې په بهرنیو پولو او نورو چارو کې ځانګړې برخه واخلي.

اخري لار دا ده چې د کورنیو چارو د وزیرانو د مذاکراتو په پای کې یوازې د «دبلن د مقرراتو» پر اصلاحاتو باندې توافق وشي او د مهاجرو د سهمیه بندۍ موضوع همداسې ناحل شوې پاتې شي او وځنډول شي. دغه شان یو څه به د سویلي اروپا د هیوادونو له کلک مخالفت سره مخامخ شي چې ډیر شمیر پناه غوښتونکي ورته رسیږي.

زموږ له آرشیف څخه: