1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

په آلمان کې د محدودیتونو ډیریدل او د واکسین پر تطبیق فشارونه

۱۴۰۰ دی ۱, چهارشنبه

آلمان د کرونا سره د مبارزې له پاره په ځانګړي توګه د اومیکرون له ډول سره د مبارزې په برخه کې غواړي لا ډیر او سخت محدودیتونه عملي کړي.

https://p.dw.com/p/44ied
Deutschland | Ministerpräsidentenkonferenz | Corona-Pandemie | PK
انځور: Bernd von Jutrczenka/AP Photo/picture alliance

په دغه هیواد کې د نوي کال جشنونه لغوه شوي، اړیکې محدودې شوي او سیالۍ بې لیدونکو دي. د کرونا ضد اجباري واکسین اوس هم په حکومت کې د بحث موضوع ده.

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ او د دې هیواد د یو شمیر ایالتونو د روغتیا وزیرانو د سه شنبې په ورځ (د سمبر په ۲۱ مه) موافقه وکړه چې د کرونا د نوې څپې پر ضد سخت محدودیتونه وضع کړي. په آلمان کې اوسمهال د کرونا د اومیکرون ډول په بې ساري توګه په ډیریدو دی. د دې اقدام یوه موخه دا ده چې د کرونا د واکسین تطبیق په لویه کچه او په لنډ ممکن وخت کې ژر تر ژره پرمخ بوځي.

دغه کرونایې بندیزونه به تر کرسمس رخصتیو وروسته عملي سې. دا په داسې حال کې ده چې د کریسمس د میلمستیاو پر مهال باید چې ټول قواعد تر ممکنې کچې مراعات سي؛ په ځانګړې مراسمو کې او یا کورنۍ میلمستاو کې که یو کس له کورونا نه وې روغ سوی او یا دا چې واکسین یې نه وي کړی باید په خپل کور پاته سې. خو دا قواعد په ماشومانو نه پلي کیږې.

د ډسمبر له ۲۸مې نیټې وروسته په میلمستیاو کې د لسو کسانو د ګډون اجازه شته او دغه قواعد بیا هم د ماشومانو لپاره ندي. سربیره پر دې سپارښتنه شوې خلک باید د کرونا خبرداری اپلیکیشن وکاروي، حفظ الصحه مراعات کړي او ماسکونو وتړی.

په دې توګه، دا ممکنه نه ده چې په ټول کال کې لوی جشنونه او غونډې ترسره شي، د اور لوبې او د دوی د تجهیزاتو پلور هم منع دی. سپارښتنه کیږي چې د هرې ناستې دمخه د کورونا ازموینه ترسره شي، په ځانګړي ډول په داسې جشنونو کې چې پکې زاړه یا د ډیر عمر خلک هم وې.

د سپورت او کلتوري پیښو محدودیتونه

ټاکل شوې چې په المان کې به پر مهمو سپورټي او کلتوري پیښو هم سخت بندیزونه ولګول سې. ډیری یې لا تر مخه لغوه سوي او د سپورټ مهمې پیښې به د دې کال د دسمبر له ۲۸ څخه په ټول آلمان کې د لیدونکو پرته ترسره شي.

په نورو سپورټي، تفریحي او عامه مرکزونو باندې د سختو بندیزونو د لګولو امکان نه ردیږي. د المان د حکومت او روغتیایې وزیرانو بله غونډه به د راتلونکي کال جنوري میاشت کې تر سره شې او ښایې لا ډیر نور جدي پریکړې به هم وشې.

امریکا خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې آلمان ته دې سفر نه کوي

د واکسین کولو د چټک او پراخولو لپاره احتیاطي تدابیر

د المان حکومت د امکان تر حده د خلکو د واکسین کولو لپاره خپله هڅه کوي. د کرونا واکسین د لګولو بهیر به ان د کریسمس په شپه هم وېږ دا په دې مانا چې د المان حکومت هڅه کوې چې د راتلونکي کال د جنوري میاشتي تر پایه څه د پاسه ۳۰ میلیونه وګړي تر دویم ډوزه د کرونا پر ضد واکسین کړي او دغه کچه ۸۰ فیصدو ته ورسوې.

د آلمان حکومت: اومیکرون مو له نوو چيلينجونو سره مخامخ کوي

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۵،۶۵۹ نوې پیښې ثبت شوي

د چهارشنبې په ورځ، د دسمبر په ۲۲ د آلمان د رابرټ کوخ انسټیټیوټ (RKI) د راپور له مخې د دغو کورنا ناروغانو له مینځه ۵۱۰ تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د رابرت کوخ انسټیټیوټ وايي چې د اومکیرون په خپریدو سره، د مبتلا کیدو خطر هغو کسانو ته چې دوه ډوزه واکسین  یې کړی او یا بیرته روغ سوې لوړه ده، خو هغو کسانو چې لا هم واکسین ندی کړې لا پسې ډیره ده او د دریم ډوز اخیستل شویو کسانو لپاره په متوسطه کچه یادونه شوې.