1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په آلمان کې پر حزب الله ډلې بندیز ولګید

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۱, پنجشنبه

آلماني چارواکو د حزب الله ډله د یوه ترهګر سازمان په توګه نومولې او په خپل هیواد کې یې د دغې ډلې پر هر ډول فعالیتونو باندې بندیز لګولی. پولیس اوس پر څلورو سازمانونو باندې چاپې وهي چې ویل کیږي د دغې ډلې سره اړیکي لري.

https://p.dw.com/p/3baZv
Deutschland | Berlin | Razzien gegen Hisbollah
انځور: Reuters/H. Hanschke

د آلمان د کورنیو چار وزیر هورست زیهوفر، په دغه هیواد کې د حزب الله ډلې پر فعالیتونو بندیز لګولی دی. دغه خبره د زیهوفر ویاند د ټویټر په یوه پیغام کې کړې ده.

هغه دا خبره هم تائید کړې ده چې «اوسمهال په یو شمیر ایالتونو کې د پولیسو اقدامات روان دي»، او زیاته کړې یې ده چې د کړکیچ په وختونو کې هم پر قانون ولاړ دولت د عمل کولو جوګه دی. د پولیسو چاپې په برلین، دورتموند، برېمن او مونستر کې پر څلورو مسجدونو متمرکزي دي چې له حزب الله سره پرې د تړاو تور دی.

په اروپا کې د حزب الله ډله

چارواکي اټکل کوي چې ۱۰۵۰ تنه په آلمان کې د دغه لبنانۍ وسلوالې ډلې فعال غړي دي. آلمان دغه ډله د ترهګر سازمان په توګه درجه بندي کړې ده. د سپتمبر په میاشت کې فدرال څارنوالانو ته صلاحیت ورکړل شوی وو چې د بهرني ترهګر سازمان د غړو پر ضد جنایي دوسیې پرانیزي.

په ۲۰۱۳م کال کې د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو د حزب الله ډلې پر پوځي څانګې بندیز لګولی وو، خو د دغې ډلې پر سیاسي فعالیتونو بندیز نه وو. امریکا متحده ایالاتو او اسرائیل له ډیر وخت راهیسې پر آلمان فشار راوړی وو چې پر دغې ډلې ژر تر ژره بندیز ولګوي.

(sr/ms (Reuters, dpa, AFP