1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په آلمان کې د کډوالو استوګنځي ډېر شوي دي»

۱۴۰۰ بهمن ۲۳, شنبه

د پناه غوښتنونکو شمېر په ډېرېدو سره په آلمان کې د کډوالو پخوا تړلي استوګنځي بېرته پرانيستل کيږي. د يوې آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ له مخې لږ تر لږه ۴۶ استوګنځي بېرته فعاليږي يا فعال شوي دي.

https://p.dw.com/p/46vim
Großbritannien Migration l Flüchtlingsunterkunft in Folkestone
انځور: Gareth Fuller/PA Wire/picture alliance

د »وېلټ آم زونتاګ« ورځپاڼه رپوټ ورکوي چې د ۲۰۲۱ کال د جون مياشتې راهيسې لږ تر لږه ۴۶ د کډوالو استوګنځي بېرته پرانيستل کيږي يا پرانيستل شوي دي.

په برلين کې ۱۴ نوي استوګنځي او د کانټينرونو کلي پرانيستل شوي چې ۳۰۰۰ تنو ته سرپناه پکې برابره شوې ده.

د کډوالو د چارو د اړونده آيالتي ادارې په حواله »اته دغسې کمپونه پخوا تړلي ول چې د لوړو شويو شمېرو له امله بايد بېرته پرانيستل شوي وای.« په دې حواله اووه نور ځايونه به هم ډېر ژر بېرته پرانيستل شي. سربېره پر دې »په ټول برلين کې تشې ودانۍ« ارزول کيږي چې آيا د کډوالو د اوسېدو له پاره مناسبې دي که څنګه.

د کډوالو چارو د آيالتي ادارې رئيس، الکساندر شتراسماير د آلمان »وېلټ آم زونتاګ« ورځپاڼې ته وويل چې »موږ د پناه غوښتونکو تر څنګ د افغانستان، لبنان او ترکيې څخه د خلکو د منلو پروګرامونو په چوکاټ کې د نورو خلکو له راتلو سره حساب کوو.«

د هغه په خبره په ۲۰۲۱ کال کې دغه شمېر ۸۴۵ تنو ته رسېدلی وو چې په ۲۰۲۲ کال کې به ښايي هغه دوه چنده زیات وي.

د بايرن آيالت د کورنيو چارو وزارت ويلي چې »د نوي فدرالي حکومت د کډوالۍ سياست ته په کتو سره« بايد په بايرن کې هم ظرفيتونه عيار کړل شي.

دغه خبره د دغو څرګندونو له مخې په تېره له افغانستان څخه د محلي کارکوونکو په برخه کې صدق کوي.

د دغو معلوماتو له مخې ټاکل شوې ده چې د بايرن په شمال کې به هم د کډوالو يو نوی استوګنځی پرانيستل شي.