1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

په آلمان کې د چړې برید له کبله ګڼ شمیر ټپیان شوي دي

۱۴۰۰ آبان ۱۵, شنبه

د آلماني رسنیو په حواله، د آلمان په تیز رفتاره ریلونو کې د چړې په یوه برید کې ګڼ شمیر کسان ټپیان شوي دي. د پولیسو په خبره، دوی په ځايي وخت د سهار په نهو بجو د یوه برید په هکله معلومات ترلاسه کړل.

https://p.dw.com/p/42fGT
Deutschland Messerattacke in ICE zwischen Regenburg und Nürnberg
انځور: vifogra/picture alliance/dpa

د آلماني رسنیو د معلوماتو له مخې په یوه تیز رفتاره ریل کې د چړې برید شوی چې په پایله کې يې د ګڼ شمیر کسانو د ټپي کیدو خبر ورکول کیږي. پولیسو د شنبې په ورځ د بایریشه روند فونک په نامه یوې رسنۍ ته ویلي چې دغه برید د سهار شاوخوا نهه بجې شوی دی.

د معلوماتو له مخې دغه تیز رفتاره ریل د بایرن ایالت د ریګن بورګ او نورمبرګ ښارونو په مسیر کې وو چې پکې دغه پیښه رامنځ ته شوې ده. پولیسو زیاته کړې چې د پیښې په تړاو یې یو کس نیولی دی او ګڼ شمیر خلک په برید کې ټپیان شوي دي، خو د ټپیانو د دقیق شمیر په هکله يې څه نه دي ویلي.

د معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې د برید او د بریدګر په هکله نور جزئیات په لاس کې نه شته او دا چې د پیښې په هکله پلټنې ادامه لري.

د آلمان د ریل ګاډو د شبکې یوه ویاند هم د پیښې پخلی کړی دی او دا چې د زویبرزدورف په نامه د ریلونو په تم ځای کې دغه ریل اوس ولاړ دی او دا چې دغه تم ځای هم د نهو بجو راهیسې تړل شوی دی. د دغه ویاند په خبره د نورمبرګ او ریګنبورګ ښارونو ترمنځ د ریلونو تګ راتګ هم ځنډیدلی دی.