1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د انرژۍ سپمولو نوي مقررات پلي کیږي

۱۴۰۱ شهریور ۱۰, پنجشنبه

په آلمان کې نن د پنجشنبې ورځې څخه د انرژۍ د سپمولو نوي مقررات عملي کیږي. د نورو ترڅنګ د عامه ودانیو ترازیټي ساحې نه ګرمول کیږي.

https://p.dw.com/p/4GJCp
BdT Deutschland | Land macht nachts Licht an Schlössern und Burgen aus
انځور: Uwe Anspach/dpa/picture alliance

همدارنګه د شپې له خوا به دولتي ودانۍ او یادګاري څلي روښانه نه پريښول کیږي. تر ماښام وروسته به د برق په وسیله چلیدونکي لوحې خاموشه وي. د آلمان په څیر یوه پرمختللي هیواد کې دغه ټول اقدامات د اوکراین د جګړې په پایله کې د انرژۍ د رامنځه شوي کړکیچ د قابو کولو له پاره ترسره کیږي.

آلمان د انرژۍ له پلوه پر روسیې تکیه کوي او داسې اندېښنې موجودې دي چې په راتلونکي کې هر وخت چې روسیه وغواړي آلمان ته د ګازو لیږد بندولی شي. د راتلونکي ژمې له پاره په آلمان کې د ګازو زیرمه کولو لړۍ روانه ده.